پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمحمدنبي او څو نور لوبغاړي د متحده اماراتو په وړاندې له لوبډلې...

محمدنبي او څو نور لوبغاړي د متحده اماراتو په وړاندې له لوبډلې ایستل شوي

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۲۶ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا له متحده عربي اماراتو سره د درو شل اوره سیالیو د لومړۍ مسابقې لپاره په ابوظهبي کې میدان ته راووځي.

د افغانستان په لوبډله کې ډیر تغییر راوړل شوی دی. محمدنبي، چې تر څه مودې وړاندې پورې د شل اوره سیالیو کیپتان و او وروسته یې استعفا ورکړه، د متحده عربي اماراتو په وړاندې د افغانستان په لوبډله کې نه دی شامل کړل شوی.

ښايي دا لومړی وار وي چې ال رونډر محمدنبي د ملي لوبډلې په شل اوریزو سیالیو کې نه لوبیږي. نبي کلونه پخوا له ټیستلوبو په خپله استعفا اعلان کړې وه.

په نورو تغییرانو کې رحمت شاه، چې پخوا په شل اوره سیالیو کې نه لوبول کېده، او همداراز ظاهرخان په ټیم کې شامل کړل شوي. همداراز افسرځاځی، نوراحمد لکڼوال او نجات مسعود، چې هر یوه په ۵ شل اوره سیالیو کې ګډون کړی، ټیم ته راوستل شوي.

کریم جنت او شرف الدین اشرف ته هم په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی. دواړه په تیرو سیالیو کې د زخیره لوبغاړو په توګه له ټیم سره سفر کاوه.

پر محمدنبي سربېره قیس احمد، دروېش رسولي، محمد سلیم او عثمان غني د متحده عربي اماراتو په وړاندې له لوبډلې ایستل شوي دي.

خو راشید قیس او فاروقي هغه لوبغاړي دي چې د دوی پر ځای په ټیم کې شامل کړای شوي دي.

سره له دې چې د متحده عربي اماراتو ټیم په نسبي ډول کمزوری تصور کېږي خو د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس میرویس اشرف وايي چې هیڅ ټیم ته په کمه سترګه نه ګوري او د هرې لوبډلې په وړاندې پوره چمتووالی نیسي.

ده همداراز ویلي چې لوبډله له تیرو لسو ورځو راهیسي په متحده عربي اماراتو کې ده چې مسابقو ته ځان تیار کړي.

د افغانستان لوبډله:

راشدخان (کیپتان)، رحمت کوربز، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، فرید احمد، فضل حق فاروقي، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، نوین الحق، نجات مسعود، نوراحمد، رحمت شاه، شرف الدین اشرف، ظاهر خان.

لومړۍ مسابقه: د فبرورۍ ۱۶ مه

دوهمه: د فبرورۍ ۱۸ مه

درېیمه: د فبرورۍ ۱۹ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب