پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم له جاپانه د تحصیلي مرستو غوښتنه وکړه

شېخ نديم له جاپانه د تحصیلي مرستو غوښتنه وکړه

تاند: (چار شنبه، د دلوې 26) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره ليدلي.

د نديم مطبوعاتي دفتر وايي، چې نوموړي په دې لیدنه کې جاپاني لوري ته ویلي، دواړه هېوادونه د ښو اړيکو اوږده مخینه لري او جاپانيانو هر وخت د افغانانو لاسنیوی کړی دی.

نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.

طالب وزیر د جاپان سفیر ته ډاډ ورکړ، چې دوی له نړيوالې ټولنې سره ښه چلند ته ژمن دی او د جاپان په ګډون له ټولو دولتونو سره د نیکو اړیکو او مثبت تعامل غوښتونکی دی.

په ورته وخت کې په کابل کې د جاپان هېواد سفیر تاکاشي اوکاتا په دغه کتنه کې وویل چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

شېخ نديم د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان په تحصیلي بنسټونو او روغتونونو کې د ودانیزو چارو ترڅنګ د مسلکي ښوونکو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د ځوانانو لپاره د بورسونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

طالبانو په مشخص ډول په تحصیلي برخه کې د جاپان د کومې ممکنه مرستې د ژمنې يادونه نه ده کړې.

1 COMMENT

  1. دا د مرکبی زوی به مسلکي ډول څرنګه د مرستې غو ښتنې کړې و ي !دا خر جاهل په چوکۍ ناست خپلې پرړې ولي ! د ښځو حقوق چې د انسان نیمائ بنیاد ګذارې دي ، مندې او خوندې دي شاته اچولي لکه منافقین کله یو څه او کله بل څه وایې ! خو ټول درواغ‌ وایې ، داد جاهل زامن بیا صداقت هم له اسلا م پورې تړي ! نالت د وي پردوی او ددوي په داسې اسلام !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب