شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د پرېکړې په خاطر ذهني ستوماني

د پرېکړې په خاطر ذهني ستوماني

لکه څنګه چې زموږ عضلات د ډېر سخت کار کولو څخه ستړي کېږي، نو دماغ هم د ډېرې پرېکړو کولو وروسته د ورځې په اوږدو کې ستړي کېږي. چې دې ته Decision Fatigue وایي.

موږ په دوامداره توګه پرېکړې کوو، او د هرې پرېکړې سره، موږ یو ګام د پرېکړې ستړیا ته نیږدې کېږو.

زموږ د ژوند ټولې پرېکړې مهمې نه دي، مګر هر څوک زموږ له مغزو څخه انرژي اخلي، د کوم بوټ د اغوستلو غوره کولو څخه، د کوم خوړو غوره کولو پرېکړه، زموږ د ماشوم راپورته کولو څرنګوالي پرېکړه کول، د دې پرېکړه کول چې څوک وبښو یا نه، دا ټول پرېکړه نیول دي.

هغه وګړي چې کار او ژوند یې په داسې ډول وي چې په دوامداره توګه پرېکړې کولو ته اړ ایستل کېږي، نو دې ډول خلکو ته د پرېکړې ستړیا خطر ډېر متوجه دی.

د متحده ایالاتو په یوه څېړنه کې، د قاضیانو شمېر چې څوک باید پرېکړه وکړي چې د بندیانو بښنه وکړي که نه. دا معلومه شوه چې دوی د ورځې په سر کې قضیې په ښه ډول اداره کولې او ډېر خلک بښل کېدل، مګر څومره چې د ورځې پای ته ورسېدل، لږ خلک یې بښل.

دوسیې ثابتې وې او قاضیان هم ټاکل شوي ول. هغه څه چې د ورځې په وروستیو ساعتونو کې بدل شوي وو د پرېکړې ستړیا حالت څرګندېدل وو چې سهار کې یې شتون نه و.

رولف دوبلي د ښه ژوند کولو هنر په کتاب کې ویلي:

“کله چې دماغ د ډېرې پرېکړې کولو څخه ستړي شي، یعنې د سمې پرېکړو پر ځای بدترینه پرېکړه کوي. هغه وګړي چې غواړي ښه پرېکړه وکړي نسبت نورو وګرو ته د پرېکړې په ستړیا اخته دي.“

څه کول پکار دي؟

کله چې د مارک زاکربرګ د فیسبوک بنسټ ایښودونکي څخه وپوښتل چې ولې تل یو ډول بلوز اغوندې؟

ځواب یې ورکړ: زه نه غواړم په دې پرېکړې کې ښکېل شم چې هر سهار کوم کالي واغوندم.

د دې په کولو سره، یو له سهار پرېکړو څخه حذفوي او د نورو مهمو پرېکړو لپاره خپله انرژي خوندي کوي.

د المان صدراعظمه مېرمن انګلا مرکل، هم له دې تګلاري څخه ګټه اخیستل او ډېری وخت یې یو ډول جامې اغوستل.

د دې لپاره چې د پرېکړې ستړیا وروسته پېښه شي، تر څو چې مو وسه رسیږي د بې ځایه پرېکړو څخه ځان وساتو او حل لاره دا ده چې د ځینو شیانو په هکله باید ثابته پرېکړه وکړو.

د مثال په توګه، هره ورځ که دا فکر وکړو چې نن څه پاخه کړو د دې پر ځای د اونۍ یا میاشتې لپاره مهالوېش جوړ کړئ او د ورځنئ پرېکړو له ګډوډۍ ځان خلاص کړئ او خپل د مغز انرژي ذخیره کړو.

په سهار کې مهمې پرېکړې وکړئ.

په یاد ولرئ لکه څنګه چې ورځ تېریږي، موږ د پرېکړې ستړیا ته نیږدې کېږو.

کله چې د پرېکړې نیولو څخه ستړي یو نو باید پرېکړه ونه کړو؛ مغز ته فرصت ورکړو ترڅو خپل ځان بیا جوړ کړي. یو څه ارام یا لږ خواړه خوړل چې دماغ ته ګلوکوز چمتو کوي کولی شي پرېکړې ستړیا کمه کړي.
د ورځې په نیمایي کې نیم ساعت خوب کولی شي د پرېکړې ستړیا مخنیوی کې موثره وي.

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب