سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې سختو واورو ۸ تنه مړه کړي

بدخشان کې سختو واورو ۸ تنه مړه کړي

تاند: ( چارشنبه، د دلوې ۲۶مه) له بدخشان څخه راپورونه وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د سختو واورو له امله ۸ تنه مړه او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد شوي کسان له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په راغستان، شغنان، درایم او یفتل ولسوالیو کې مړه او ټپيان شوي دي.

 د معلوماتو په اساس، په وروستیو واورو وریدنو کې د بدخشان ولایت د لسو ولسوالیو لویې لارې هم تړل شوي او خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د مړو شویو کسانو په اړه ویل شوي، چې ۳ ماشومان پکې د یوې کورنۍ غړي او د راغستان ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

 د دوی مور و پلار د کور د چت لویدو له امله یې ټپيان شوي هم دي.

په بله پېښه کې، د درایم ولسوالۍ دوه عمر خوړلي سپین ږیري سختې یخنۍ مړه کړي دي.

 افغانستان سږ کال یو تر ټولو سخت ژمی او ورسره ملا ماتونکی بشري او اقتصادي ناورین تجربه کوي.

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې د فقر ځپلو افغانانو سطحه ۹۸ سلنه ښودلې او ویلي، چې دغه هېواد تر بل هر ځای ډېرو عاجلو بشري مرستو ته اړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب