پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد ډله ییز امنیت سازمان: له افغانستانه تاجیکستان ته ګواښونه په ۱۲...

د ډله ییز امنیت سازمان: له افغانستانه تاجیکستان ته ګواښونه په ۱۲ ساعتونو کې ځپو

تاند: ( چارشنبه، د دلوې ۲۶مه) د ډله ییز امنیت سازمان د ګډو ځواکونو مشر آناتولی سیدوروف وایي، چې که تاجیکستان د افغانستان له خاورې وګواښل شي، دوی به یې په ۱۲ ساعتونو کې پر وړاندې غبرګون وښيي.

نوموړي د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي، چې د داسې احتمالي ګواښونو د مهارولو لپاره د تاجیکستان ترڅنګ ولاړ دي.

دغه پوځي مقام، مخکې د افغانستان په شمال کې د شپږ نیم زره داعش جنګیالیو د موجودیت خبر ورکړی او ویلي وو، چې له دغو ځواکونو څخه یوازې څلور زره یې له تاجیکستان سره د افغانستان په ګډه پوله کې مېشت دي.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وتو په یاد غونډه کې وویل، چې داعش ډله دوی سر پورته کولو ته نه پریږدي او د ځپلو لپاره یې عاجل اقدامات کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د سیمې هېوادونه، په افغانستان کې د یادې ډلې د حضور د پياوړتیا په اړه بیا- بیا خپلې اندیښنې څرګندوي.

طالبانو اوړمه ورځ په کابل کې د داعش ډلې د یوه پټنځای د ځپلو او پکې د یو شمېر دغو وسله والو د وژلو اعلان وکړ.

امریکایي چارواکو د سیمې د هېوادونو له وروستیو اندیښنو سره غبرګه کړې، چې د اړتیا په صورت کې به افغانستان کې د داعش خلاف عملیات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب