پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+خدای ج مو لره هیوادوالو| دولت وزیري

خدای ج مو لره هیوادوالو| دولت وزیري

ښه کار وشو چې روس مو په ګونډو کړ، خو موږ هم لا تر اوسه پورته نه شو!
وايې!

لويدل ستونزه نه ده، نه پورته کیدل عیب دی!
روسان له لوبډلو وروسته پورته شول، خو موږ لا لویدلي پاته شو!
ښه کار وشو چې روسان مو مات کړل!

خو روسانو ځان پتری کړ، خو موږ لا مات پاته شو!
ښه کار وشو چې روسان په نړۍ کې د سیالانو سره په سیالۍ کې کم راغلل!
هغوی بیرته ځان د سیالانو سره سیال کړ٫ خو موږ هم لا د سیالانو سره سیال نه شو!
ښه کار وشو چې شوروي ړنګ شو!

هغوی د شوروي پر ځای ستره روسیه جوړه کړه، خو موږ هم لا ړنګ پاته شو!
ښه کار وشو چې روسيې سرتیرو د شلمې پيړئ په روستۍ لسیزه کې په کوڅو کې خیر ټولاوه!

د هغوی سرتیري اوس د نړۍ د سرتیرو سره ډغرې وهي، خو زموږ سرتيري لا تر اوسه په خیرات ګذاره کوي!
هر څومره چې ولیکم کم دي، خو «هوشياران را یک اشاره بس است!»

پایله!

ولې روسان پورته شول او موږ همغسې لویدلي پاته شو؟
علت يې ډیر روښانه دی!

روسان متحد شول، خپله ماته يې ومنله، له غرور او کبر تیر شول، یو او بل يې ومنل، په جوړولو او رغولو يې پیل وکړ،

پورته شول او ځان يې له سیالانو سره سیال کړ!

له بده مرغه موږ پاشلي پاته شو، خپله غریبي او کمزوري مو ونه منله، له غرور او تکبر څخه تیر نه شو، یو او بل مو ونه منل، د جوړولو او رغولو پر ځای مو لا ویجاړولو ته لاس ور اوږد کړ، نفرت او کرکه مو له ځانه لرې نه کړه، نو ځکه پورته نه شو او په نړۍ کې د سیالانو سره سیال نه شو!
راځۍ!

له جګړو تیر شو او یو او بل ته درناوی وکړو، یو او بل ته مینه ورکړو!

له دې سره به هم خدای ج راضي شي او موږ به هم په نړۍ کې د سیالانو سره سیال شو!
په درنښت

4 COMMENTS

  1. اتحاد جماهیر شوروی د هغه دوری ملحد ، متجاوز او د باطلی مفکوری سره د جاهلو پردی پالو په ملګری چی د کور ، ډوډۍ او کالی شعار غولولی وو ، کورنی مفسدینو ورته زمینه مساعده او دافغانانو
    د قتل عام او د ملک د تباهۍ ارمان یی ترسره شو،ملت نه پردۍ مفکوره منلی وه او نه پردی یی خپل وطن ته دعوت کړی وو او له هماغه مقابلی نه چی زموږ مومن ملت کومه ستومانی او تباهی ګاللی ،بیاتر ڼنه افغان چا ارام پریښۍ ندی او هر شریر خپله هڅه کړی چي لدی کنډوالو څه تر لاسه کړی ، ځکه
    د کلا دیوالونه ړنګ ، نفاق تخم شیندل شوی ، واحد ملی قیادت نشتوالی ، د جاهلی تعصباتو پالنه او
    د انحصار مصیبت ټول هغه څه دی چي د ملت د مرصوص صف او احیای مجډد مخنیوی کوی
    خو دی ملت ته یواځی شوروی نه بلکی ټول وارسا داړی تودولی ، میدان د جنګ شوروی نه وو ،بلکی
    کوچنی افغانستان وو ، د شوروی او وارسا سره نه مقایسه کیدونکی په جنګی وسایلو او پر مختللی
    تجهیزات ،قوی اقتصاد ،څو برابر فوج جمع افغانی مزدوره اردو او کورنی جاسوسان او نور۰
    خو افغان ملت په جهاد کی متحد وو او د الله رب العزت مډد وو چي شوروی او وارسا شرمیدلی وتښتیده
    یوه کاملاََ غیر متناسبه او د نظامی او ساینسی محاسبو پر خلاف مومن ملت ، الله ج غالب کړ خو د واحد قیادت نشتوالی او جاهلی تعصباتو منجمله انحصار هغه افت وو چي د ثمری نه زموږ ملت یی
    محروم کړ ۰

  2. که اجازه ولرم یا ونلرم زه به د شورویانو د تجاوز په هکله د خپل قلم د نه ستړی کیدونکی نڅا ستائنه خپله وکړم ( دا نڅا به ډیره مفصله وی ) امّا په لنډه توګه:
    شورویان د غربیانو خصوصاً انګلو ساکسون د تلبیس له وجی د افغان پر خاوره را مات سوه او د همدی انګلوساکسون په تلبیس د ماتی منلو ته اړ سوه. د افغان قربانی خوشی یوه توجیه وه چی ګټه ئی فقط د شوروی رقیبانو ته ورسیده.
    په نړی کی ډیر هیوادونه د نورو هیوادونو لخوا اشغال سوی او ځپل سوی دی خو د ” زمان ” د شرائطو په حُکم ئی خپلمنځی دښمنی په دوستی بدله سویده یا حد اقل خنثی سویده خو غربی پلیدو استعمارګرانو او توطئه ګرانو د افغان وولس ته دا فرصت ور نکړ چی د شوروی د ” تائب ” وارث یعنی روسئی سره خپل مناسبات ترمیم او ورَغوی.
    همدا نن ورځ هم د یو صالح حکومت د شتون په سیوری کی کولای سو له مسکو سره د مناسباتو له لیاری ډیری ګټی تر لاسه کړو خو د بده مرغه د ” ژئو پولیټیکی ” خنډونو د لیری کولو توان را څخه اخیستل سوی دی.
    د نړی د راتلونکی اقتصادی – علمی واک به د ” شرق ” په نصیب وی او دا چی زموږ وولس به ددی واک په کړی او دائره کی کوم مؤقعیت ولری، د سیمه ایزو او نړیوالو لوبو او لوبغاړو د تصمیم په څرنګوالی په اړه ولری.
    هیله ده غربیان زموږ د وولس پر حال زړه سوی ولری، د خجالت او شرم احساس وکړی او نور زموږ د هیواد او سیمی څخه خپلی استعماری منګولی لیری او آرام نفُس ته مو پریږدی.

  3. دسیالی ،کرکې،نفرت او غرور انالوژیست څه وایی؟
    مهماتما ګاندی داخبره کړې چې راپرځېدل اسانه دی مهمه داده چې څه ډول بیرته په پښو ودریږې! سور خو سیالی کې ډتاریخ شرمنده شو.
    دکتور همت عجیب وخت او ؟ او چا دغه کرکجنه ومنحوسه و فاسده او مزدوره اوږده تاریخی لانجه هېواد ته راوړه؟ لیکوال دروټی کپړا اومکان په اخور لوی شو چې غاښونه یی نور دکتلو نه دی خو دی یې په ځان نه راوړی دهمغه کمونیزم دګونډو کېدو ! له کړکی پیغام او سیاسی مؤلفی مؤمن ولس ته لیکی . دې ته وایی دګوګل/یوتیوب برګ اتڼ. وایی شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دی!موږ دعلت عوامل پېژنو.

    • ع.شریف زاد فبروري 18, 2023 At 12:04 am
      دسیالی ،کرکې،نفرت او غرور انالوژیست څه وایی؟
      مهماتما ګاندی داخبره کړې چې راپرځېدل اسانه دی مهمه داده چې څه ډول بیرته په پښو ودریږې! سور خو سیالی کې ډتاریخ شرمنده شو.
      دکتور همت عجیب وخت او زمان شو . چا دغه کرکجنه ،منحوسه ، فاسده او مزدوره اوږده تاریخی لانجه هېواد ته راوړه؟ لیکوال دروټی کپړا اومکان په اخور لوی شو چې غاښونه یی نور دکتلو نه دی خو دی یې په ځان نه راوړی دهمغه کمونیزم دګونډو کېدو ! له کړکی پیغام او سیاسی مؤلفی مؤمن ولس ته لیکی . دې ته وایی دګوګل/یوتیوب برګ اتڼ. وایی شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دی!موږ دعلت عوامل پېژنو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب