دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهایران مېشتی مصری سیف العدل د القاعده نوی مشر ټاکل شوی

ایران مېشتی مصری سیف العدل د القاعده نوی مشر ټاکل شوی

تاند: ( چارشنبه، د دلوې ۲۶مه)  ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په ډېر ګومان ایران مېشتی مصری سیف العدل د القاعدې ډلې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري ځای ناستی ټاکل شوی.

امریکا متحده ایالاتو د تېر کال د جولای په پای کې وویل، چې الظواهري یې د کابل په شېرپور سیمه کې د بې پيلوټه الوتکې د برید پر مهال وژلی.

د ملګرو ملتونو په یو نوي رپوټ کې چې د دې ادارې د یو غړي هیواد د استخباراتو په اساس جوړ شوی او د فبرورۍ پر 13مه خپور شوی ، ویل شوي چې 62 کلن سیف العدل اوس د القاعدې مشري کوي.

القاعدې ډلې، د الظواهري د وژل کیدو او د نوي مشر د ټاکل کیدو په اړه یې خپرو شویو راپورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ملګري ملتونه، د القاعدې د چوپتیا دلیل په افغانستان کې د طالبانو ادارې سره همکاري بولي، چې په باور یې په دې چوپتیا، د الظواهري د وژل کیدو او ورڅخه د طالبانو په کوربه توب یو ډول سترګې پټیدای شي.

د امریکا د جاسوسي ادارو په ګډون غربي استخباراتي ادارې له ډېرې مودې راهیسې سیف العدل ته د الظواهري د ممکنه ځایناستي په نظر ګوري.

د مصر د ځانګړو ځواکونو دا پخوانی افسر په ډېرو ځایونو کې د عملیاتو د پراخې تجربې لرونکی ګڼل کیږي.

سیف العدیل د 1990 د لسیزې په پیل کې په هغه ټیم کې شامل وو چې په افغانستان، پاکستان او سوډان کې یې وسلوالو جنګیالیو ته پوځي او استخباراتي روزنه ورکوله.

العدل د القاعده د مصري څانګې «مصر اسلامي جهاد» وسلوالو او د سومالیا وسلوالې ډلې د هغو غړو په روزنه کې هم مرسته کړې وه چې له 1992م تر 1994م کال پورې په موګادیشو کې له امریکایي ځواکونو سره جنګېدلي وو.

سیف العدل د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د امنیت چارې سمبالولې او د هغو الوتکو تښتوونکو په روزنه کې یې هم لاس درلود چې د 2001م کال د ستمبر پر 11مه یې د امریکې پر نړیوال تجارتي مرکز او پنټاګون ترهګریز بریدونه کړي وو.

امریکا متحده ایالاتو سیف العدل په 1998م کال کې د تنزانیا په دارالسلام او د کېنیا په نایروبي کې د امریکې پر سفارتونو باندې د هغو خونړیو بریدونو په پلانولو کې هم په رول تر سره کولو تورن کړی وو چې پکې 224 کسان یې وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي وو.

ځينې شنونکي باور لري، چې د ملګرو ملتونو د دغه راپور په جوړولو کې امریکایي استخبارات ډېره ونډه لري او ممکن پر ایران د امریکا د پوځي او نورو فشارونو زیاتیدو ته زمینه برابره کړي.

ایراني چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. د القاعده نوی مشر په ایران کی هغه شیبه سترګی روڼی کړی ( د امریکائیانو په ګومان ) کله چی د ایران د جمهور رئیس الوتکه د بیژِن په هوائی ډګر کی کوز سوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب