چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+پالیسي او ښوونځي | پوهندوی آصف بهاند

پالیسي او ښوونځي | پوهندوی آصف بهاند

(په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو ستونزه)

کومه پالیسي چې طالبانو د نجونو د ښونځیو د تړلو په برخه کې پرمخ بیا یي، له هغې نه داسې ښکاري چې دا تړلي ښوونځي به هېڅکله خلاص نه شي او د طالبانو د «امر ثاني» تعبیر داسې دی چې دا تړلي ښوونځی به تل تړلي پاتې شي.

د افغانانو او نړیوالو د هلو ځلو او انتقادونو په پایله کې یو ځل طالبانو لږ نرمش وښود او تر شپـږم ټولگي پورې یې د ځینو ښونځیو د پرانستو خبره وکړه او ولیدل شول چې د نجونو له تعلیم سره د چلن په برخه کې د یو ناڅاپي بدلون په راتلو سره د طالبانو ځینو مقاماتو  ویلي دي چې:

«له شپـږم ټولګې ښکته نجونې ښوونیزو او د مؤسسو کورسونو ته تللی شي.»

د طالبانو د دې نرمش په مقابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن  ویلي دي چې:

«که طالبان یو لړ شرطونه ومني، اروپايي اتحادیه به ورسره اړیکې وپالي.»

د اروپايي اتحادیې د یاد استازې د دې خبرې په باب د تاند په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند (یکشنبه، د دلوې 23) د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی، چې هند ته په سفر تللی، وايي چې اروپايي ټولنه به د طالبانو د وسله والو مخالفانو ملاتړ ونه کړي.

توماس نیکلاسن د هند له «هندو» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، که طالبانو د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ کړی وای، له هغوی سره به یې لا رغنده او ښې اړیکې ټینګې کړې وای او د افغانستان له اقتصادي ثبات سره به یې مرسته کړې وای.

ده له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د ښه کېدو شرطونه یاد کړل، ویې ویل: په حمل کې د نجونو د ټولو ښوونځیو پرانیستل، د سیاسي خبرواترو د پیلولو لپاره د مثبتو ګامونو اخیستل، له خبریالانو سره نرم چلند کول، د پخواني حکومت د چارواکو لپاره د عمومي عفوې بریالۍ اجرا او د پخواني اساسي قانون په رسمیت پېژندل او یا د یوه نوي اساسي قانون وړاندیزول او د قانون د حاکمیت عملي کول.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي دې ته په اشارې چې طالب چارواکو د دغو مواردو لپاره هڅه نه ده کړې، خبرداری ورکړ چې د طالبانو له لوري د نړیوالې ټولنې د غوښتنو نه عملي کېدا ممکن له افغانستان سره د نړۍ پر مالي ملاتړ اغېز وکړي.

ده همداراز وویل، د اروپايي اتحادیې د باندنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، چې د فبرورۍ په شلمه په بروکسل کې جوړېږي، ښايي دا پوښتنه مطرح شي چې غړي هیوادونه دې افغانستان ته پر بشري مرستو سربېره نورې مرستې وکړي او که ونه کړي…»

خو څو وورځې وروسته بیا یو بل فرمان د طالبانو له کوم ادرس نه صادر شو چې په شخصي پوهنتونونو کې ښځینه د نوملیکنې حق نه لري او په دې ډول د نجونو د ښوونځیو د پرانستل کېدو راټوکېدلې غوټۍ کړاوې او په صفر کې ضرب شوې. طالبانو پر خپلو کړنو په ټينگار سره د نجونو او ښځو د تعلیم په مخنیوي کې هره ورځ د نویو ستونزو په رامنځته کولو سره، نه یواې افغانان، بلکې نړیواله ټولنه هم مایوسه کړې ده. د طالبانو په یاد نوې فرمان کې ویل شوي دي چې: «طالبانو د شخصي پوهنتونو لپاره کانکور ازموینه کې د نجونو نوملیکنه ځنډولې.»

د یاد فرمان په باب، د ۲۰۲۳ ام کال د فرورۍ پر دولسمه د بي بي سۍ په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي چې:

«افغانستان کې له طبي زدکړو د فراغت ازموینه کې د نجونو ګډون ځنډول شوی»

د طلبانو د ادارې د مسولو ادارو له خوا په ځلونو داسې پرېکړې شوې دي چې په هغو کې په یو ډول نه یو ډول د ښوونځیو د نجونو او پو هنتون د ښځینه محصلین د زدکړو لپاره خنډونه پېښ شوي دي او په دې ډول دا عمل د افغانستان د راتلونوکو نسلونو د زدکړو او پر مختگ د مخنیوي لپاره یوه خطرناکه هڅه گڼل کېږي.

ذ بي بي سي په یاد رپوټ کې په دې باب داسې کښل شوي دي:

«په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې له طبي زده کړو فارغو ځوانانو ته خبر ورکړی چې د سلواغې میاشتې پر ۲۹ وروستۍ ازموینه چې ‘Exit exam’ یې بولي ددغه ادارې له لوري اخستل کېږي.

د طبي شورا له ادارسه د ازموینو ملي ادارې ته په یوه لیږل شوي مکتوب کې راغلي “د افغانستان طبي شورا په پام کې لري د ډېرو متقاضیانو او لږو فزیکي امکاناتو له کبله دا ازموینه د هلکانو او نجونو په دوو جلا دورو کې واخلي.”

مکتوب کې لیکل شوي چې د هلکانو ازموینه به د روانې سلواغې میاشتې پر ۲۹مه چې د سې شنبې ورځ کیږي واخیستل شي او د نجونو لپاره به بیا بله نیټه اعلان او جلا ازموېنه وي.

د دغې ازموینې لپاره د کارتونو وېش او بایومټریک هم د راتلونکې پنجشنبې او جمعې پر ورځو له نجونو پرته په پام کې نیول شوي.

د ازموینو ملي ادارې ویلي د ازموینو مهالوېش او ځایونه به هم ژر اعلان کړي.

له خصوصي او دولتي پوهنتونونو د طب برخه کې فارغ شوي ځوانان او نجونې تر هغې چې د Exit exam یا وروستۍ ازموینه کې نه وي بریالي شوي، د کار جواز نه ورکول کیږي…

د ازموینو په ملي اداره کې یوه چارواکي د دغه وروستي مکتوب په اړه بي بي سي ته وویل “دا مکتوب یو ناڅاپي راغی او دوی به د طبي شورا له لارښونې سره سم راتلونکې اونۍ یوازې له هلکانو ازموینه واخلي.”

په طبي شورا کې هم یوه مسول کس له ډېر وضاحت پرته بي بي سي ته وویل د نجونو لپاره دا ازموینه د ‘امرثاني’ په بڼه درول شوې او دوی د نجونو د ازموینې کره نېټې په اړه سملاسي څه نشي ویلای.

په افغانستان کې که څه هم د طالبانو په امر په ډېرو ادارو کې ښځې له کاره ګرځول شوې خو روغتونونو او ښونځيو کې د کار دروازې پرې بشپړې نه دي بندې سره له دې چې دې برخه کې یې هم ورته ټینګ شرطونه ایښي دي…»

د نجونو له تعلیم سره د طالبانو د ضدیت په باب استاد رڼاگل اریوبزي د یوې مقالې په ترڅ کې داسې ویلي دي:

«په خواشینۍ باید ووایو چې د ښځینه جنس په وړاندې د طالبانو جهاد په دې کړنو هم پای ته نه رسیږي. بیله دې چي معتبر شرعي سند وړاندې کړی شي، په نه تصور کیدونکې بیرحمۍ يې د جونو پرمخ د منځنیو او ثانوي زده کړو دروازې «تر امرثاني پورې» وتړلې او د دې امرثاني د راتلو د نیټې په هکله طالبانو په ډول ـ ډول، د خندا وړ، درواغو لاس پورې کړ. کله وايي چې د جونو د زده کړو له پاره د اسلامي چاپیریال په جوړولو لګیا یو، بیا وايې چې په دې موضوع د«علماوو» یو کمیسیون غور کوي، خو غور پای ته نه رسوي، دا هم وايي چې په دې برخه کې د خپل امیرالمؤمینین امر ته انتظار باسو، خو تجروبو را وښوده چې مولا هيبت الله د عقلي، په تیره بیا په دې برخه کې د جونو زدکړو سره چندان مینه نه لري.

د دي لفظي ګډوډیو نه وروسته د اسلامي امارت ویندویانو، ذبیح الله مجاهد او نعیم ورد ګ، ښوونځیو ته د جونو د نه پریښودو پړه د خپل حکومت نه په ولس وروتپله او د ځینو پاکستاني سیاستوالو په شان يې وویل چې دا د افغانانو، په تیره بیا د پښتنو کلتوري ارزښت دی، چې جونو ته په ښوونځیو کې د زده کړې اجازه نه ورکوي. یانې دا چې دا طالبي امارت نه دی چې د جونو په مخ يې د ښوونځیو دروازې تړلي دي، بلکې دا په خپله ولس دی چې خپلو لورګانو یا خویندو ته په ښوونځیو کې د زده کړو اجازه نه ورکوي.

لومړی يې د ملیونو افغانانو زړونه په خنجر زخمي کړل چې اولاد ته يې په ښوونځي کې د زده کړو اجازه نه ورکوي او ورپسې يې په زخمونو مالګه هم دوړوي یانې چې، دا خلک دي چې جونه ښوونځیو ته نه پریږدي.

زه د طالبانو او د هغوی د حکومت په وړاندې کومه شخصي عقده نه لرم، په ځینو لیکنو کې مې د دوی ښې کړنې ستایلي هم دي، خو نن سبا د ځوان نسل د زده کړو مخنیوی د هیڅ مؤمن مسلماناو هيڅ انسان دوست او هیواد دوست له پاره د زغملو نه دی. زده کړه د اسلام په پاک دین کې په هرمسلمان (نر او ښځه) فرض او په دنیا کې د فرد او ټولنې له پاره مطلق ضرورت دی، ځکه چې د اسلام پیغمبر(ص) فرمایلي دي چې: «بې علمه عمل تباهي ده. » د تباهۍ نه د ځان ژغورلواو د سوکالۍ په لور د تللو لار د علم زده کړه ده. طالبانوپه دي بې علمه عمل د هيواد د ځوان نسل نیمه برخه او په پایله کې ټول هیواد د تباهۍ په لور روان کړې دی. دا عمل په ښکاره د اسلام ضد عمل دی، دا د بشریت او د ملي ګټو په ضد عمل دی او دا د دین په وړاندې جنایت او د ملت په وړاندې خیانت دی. نو ځکه مو په دې احمقانه عمل د ټول افغان ولس، د ټولې اسلامي نړۍ او د ټول جهان نفرین ترلاسه کړی دی…»

په ټول کې له معارف سره او بیا په ځانگړي ډول د نجونو له تعلیم سره د طالبانو حساسیت او ممانعت، د دوی د امارتي رژیم په مقابل کې یو لړ بدبینۍ او حساسیتونه رامنځته کړي دي. له معارف سره د ضدیت او د نجونو د ښ،نځیوو د تړلو په وجه، د دوی مخالفین د طالبانو له همدې منفي ټکي نه استفاده کوي، خپلو تبیلیغاتو ته زور ورکوي او ښايي د دوی د لویې نوم بدۍ او لا د دوی د امارتي رژیم د نړېدو او له منځه تلو سبب هم شي.

3 COMMENTS

  1. ظزیفه غفاري کاږي:
    د اسلامي امارت والیان په رشوت کې ۱۵ کلنې نجونې اخلي!
    دقیقه خبره دا ده چې د میدان وردګ والي مولوي محمد امین عمري حفظ‌الله د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر په راپورته شوې لانجه کې د یوه لوري نه ۱۵ کلنه نجلۍ په رشوت کې اخیستې ده او د څو څڼیورو په ګډون یې پټه واده کړې ده.
    لانجه د خان سټیل او یوه ځمکوال سړي تر منځ راپورته شوې ده. نجلۍ یې پلار په دې بهانه خپله ۱۵ کلنه لور له ځان وژنې راګرځولې چې ګواکي والي ته لیدلی یې او درباندې مئین شوی دی او که چېرې لاس رسی درته ونه مومي؛ ستا مور او خویندې به ووژني.
    هغه ښار چې ګوګل زما نوم له هغه سره غوټه کړی دی، او د نړۍ اکثره خلک یې له نوم سره نن آشنا دي، اوس د پیغلو د سوداګرۍ په مرکز اوښتی دی.
    میدانښار د هیواد د هر بل ښار په څېر شرمونکې پیښې د تاریخ حافظې ته د قضاوت په موخه سپاري.
    خیال مې دی چې امیر المومنین به د بې ایمانه پلرونو غبرګې پیغلې په رشوت کې اخیستې وي؛ ځکه یې افغانې پېغلې له مکتبونو راوګرځول چې خپلې شهواني جذبې ورباندې په پټه خوله سړې کړي!
    په نني تش په نوم عمري عدالت کې چې له امیر المومنین نه تر قاضی‌القضات او ابتدایه محاکمو پورې ټول قاضیان د دُنیوي بې ژبې حورو په مینه مست وي، خاورې به له والي نه د دې فاحش غیر اسلامي اقدام پوښتنه وکړي.
    نو دا هم شو د دوی عمري عدالت

  2. کوم یو یې ستا سو ځخه داانسان زوی دی یو هم نه ! ستا سو په دا مردار مافیایې دین د نالت شي ! ګورۍ د جاهل زامنو له یوې خوا دعوه کوۍ چۍ بردګي په اسلام کې منعه ده او له بلي خوا ښځې لکه غلامان بی له زضایته خرځوۍ تف لانت ستا سو په فاسد اسلام او مافیایې تفکر او لاره !!

  3. که زما وخت راشی چېرې چې ږیره لري مرداروم یې او مخ کې لدی ځخه به یې د ښځو لاس او پښې پرې مچوم‌!
    او که تږی شه د نجونو میتازې به پرې څښمه !
    نالت پر دې مرداره خبیثه طائفه !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب