جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران افغانستان سره پرګډه پوله سوداګریز مرکز جوړوي

ایران افغانستان سره پرګډه پوله سوداګریز مرکز جوړوي

تاند: ( چارشنبه، د دلوې ۲۶مه)  په کابل کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظي قمي د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر ملا شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې له افغانستان سره په مختلفو برخو، په تېره بیا د پانګونې په برخو کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی.

نوموړي  ویلي، چې دا پانګونه، به تر ډېره د افغان کانونو د کیندنې په برخه کې وي.

د ملا دلاور له لوري، په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د حجم د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه.

اعلامیه زیاتوي: د ایران سفیر بیا هم د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو او د پولې د دواړو غاړو د اوسېدونکو لپاره د کار پیدا کولو په مقصد د ۲۰ کیلومترو په واټن د ګډ تجارتي ازاد مرکز د جوړولو غوښتونکی شو او د تجربو په تبادلې او ملګرتیا یې ټینګار وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې ایراني سفیر په خاص ډول د افغان کانونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

په دې اړه نور جزیات ته دي ورکړل شوي.

څه موده مخکې، ازبکستان له افغانستان سره پر ګډه پوله د حیرتانو او ترمذ ښارونو ترمنځ ګډ سوداګریز مرکز پرانیست، چې له افغانستان څخه د دغه هېواد پر لور د میلیونونه ډالرو د لېږد زمینه برابروي.

اقتصادي شنونکي باور لري، چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، له دغه هېواد څخه د مخ په فرار پانګې پر جذب سیالي کوي او د فرصتونو له وړاندیزولو سره افغان پانګوال د دوی په هېوادونو کې د خپلو پانګونو د په کار اچولو په سر سیالي کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ افراطي پریکړې، پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار بندیز، د واک انحصار او په هرڅه کې د ملایانو مداخله له هېواده د نورو متخصصینو ترڅنګ د پانګوالو د تېښتې سبب شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب