دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهيونيسف: سختې يخنۍ په افغانستان کې سلګونه ماشومان مړه کړي

يونيسف: سختې يخنۍ په افغانستان کې سلګونه ماشومان مړه کړي

تاند: (سې شنبه، د دلوې ۲۵مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د قربانیانو د کره شمېر له ښودلو پرته اعلان وکړ،, چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې سلګونه ماشومان د ناروغیو او سړې هوا له امله مړه شوي دي.

 یونیسف هغه سیمې نه دي ښودلي، چې ماشومان پکې تر ټولو زیات تلفات لري.

د ماشومانو د ملاتړ دغه سازمان په خپله ټویټر پاڼه کې ليکلي: “په ټول افغانستان کې د یونیسف ټیمونه، په همدې ژمي کې هم له کورنیو سره د مرستې لپاره په سختۍ کار کوي.”

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو اونیو کې، د دوی له لوري څه باندې شپږ زره ماشومانو ته جامې وېشل شوي او ۱۴ زره کورنیو ته نغدې پیسې رسېدلي دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې اعلان کړی و چې د افغانستان خلک د خوړو او سرپناه له سخت بحران سره مخ دي.

تازه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال یومیکو تاکاشیما په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې د افغانستان تر ۹۸ سلنه ډېر خلک د فقر تر کرښې لاندې دي او د هېواد نیمايي وګړي عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب