سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهد ډله ییز امنیت سازمان په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر...

د ډله ییز امنیت سازمان په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر اعلان کړ

تاند: (سې شنبه، د دلوې ۲۵مه) د ډله ییز امنیت سازمان د ګډو ځواکونو مشر اناتولي سیدوروف ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې وويل، چې له دغو ځواکونو څخه ۴۰۰۰ یې د تاجیکستان پولې ته څېرمه مېشت شوي دي.

هغه د روسیې”تاس” خبري اژانس ته وویل چې د داعش د خراسان څانګې د غړو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

سیدروف وویل چې د داعش څه باندې څلور زره جنګیالي د تاجیکستان د افغانستان په جنوبي پولو او د بدخشان، کندز او تخار په ولایتونو کې میشت شوي دي.

د ډله ییز امنیت سازمان د ګډو ځواکونو مشر زیاته کړه: د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو ستر ګواښ هغه ګڼې افراطي ډلې دي چې په افغانستان کې موجودیت لري.

هغه ټینګار وکړ چې داعش او القاعده تر ټولو خطرناکې ډلې دي.

سیدروف وویل: د اقتصادي وضعیت خرابوالی او د بشري ستونزو زیاتوالی په سیمه کې د بې ثباته وضعیت لامل ګرځي.

د ګډو امنيتي ارګانونو لوى درستيز د نشه يي توکيو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه سوداګرۍ دوام هغه عوامل وبلل، چې په افغانستان کې ېې د حاکمې ادارې د سقوط او کورنیو جګړو خطر رامنځته کړی دی.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې دغې ادارې داعش ډله دومره جدي ګواښ نه و بللی او ویلي وو، چې ياده ډله ېې تر ډېره حده ځپلې ده.

پرون د کابل په کارته نو سيمه کې هم طالبانو د داعش ډلې پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب