Homeسپورتله راشدخانه وروسته رونالډو د ۵۰۰ عدد پوره کړ

له راشدخانه وروسته رونالډو د ۵۰۰ عدد پوره کړ

تاند – د فوټبال نامتو ستوري کریستیانو رونالډو د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان د النصر ټیم لپاره ۴ ګولونه ووهل او په دې توګه یې د خپلو وهلو ګولونو شمېر تر ۵۰۰ واړاوه.

رونالډو څو اوونۍ وروسته له دې ۵۰۰ ګولونه پوره کړل چې د افغانستان د کریکټ نامتو ستوري راشدخان ۵۰۰ ویکټونه پوره کړل.

رونالډو، چې اوس ۳۸ کلن دی، د انګلیستان د مانچستر یونایتید لپاره ۱۰۳، د هسپانیا د ریل مادرید لپاره ۳۱۱، د ایټالیا د یوونتوس لپاره ۸۱، د پرتګال د لیزبون سپورتنګ لپاره ۳ او د سعودي د النصره لپاره تراوسه ۵ ګولونه وهلي دي.

ده پنځه سوم ګول په وروستۍ مسابقه کې، چې د النصره او الوحده ترمنځ وه، وواهه.

رونالډو تراوسه پورې ۶۱ هیتریکونه کړي، یعني په یوه مسابقه کې درې ګولونه وهلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...