شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان - ازبکستان د ریلګاډي تګ راتګ بیا پیل شو

د افغانستان – ازبکستان د ریلګاډي تګ راتګ بیا پیل شو

تاند (جمعه، د دلوې ۲۱ مه) د بلخ ولایت د جیرتان له بندره د ریلګاډي تګ راتګ، چې ۹ ورځې وړاندې تم شوی و، نن جمعه بیا پیل شو.

د حیرتان بندر له لارې په ریلګاډي کې ازبکستان ته او له ازبکستانه افغانستان ته د سوداګري مالونو د وړلو – راوړلو بهیر د روانې دلوې په ۱۲ مه د ازبکستان له لوري ودرول شو.

خو دوې ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت یو پلاوی ازبکستان ته لاړ چې له دغه هیواد سره په دې اړه خبرې وکړي او نوی قرارداد لاسلیک کړي.

د افغانستان د ریللارو د ادارې ویندوی عبدالسمیع دراني نن وویل، د دوو هیوادونو ترمنځ نوې موافقه لاسلیک شوې او له هغې سره سم د دوو هیوادونو ترمنځ د ریلګاډي تګ راتګ په عادي ډول بېرته پیل شو.

ده سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې له حیرتان بندر څخه به ترانسپورتي چارې بې جنجاله دوام وکړي.

د دراني په وینا د افغانستان او ازبکستان یو ګډ پلاوی ګومارل شوی چې په حیرتان بندر کې وضعیت وارزوي.

په تېرو ۹ ورځو کې د حیرتان بندر د بندېدو له کبله په افغانستان کې یو شمېر جنسونه په تېره بیا تېل ګرانه شول او اندېښنه وه چې نور هم ګرانه شي.

له بلې خوا داسې اندېښنې هم څرګندېدې چې ممکن د طالبانو او ازبکستان اړیکې به د قوش تیپې کانال پر سر خرابې شوې وي ځکه چې تر دې وړاندې ازبکستان برېښنا هم پرچاو کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب