جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې برخه نه ده...

پاکستان د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې برخه نه ده اخيستې

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏‏‎پاکستاني چارواکي وايي، ‎چې دغه هېواد د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ‎ افغانستان په اړه د سيمي هېوادونو د ‎ملي امنيت سلاکارانو په غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړي ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې زهرا بلوچ د فبرورۍ په اتمه، په‎مسکو کې جوړې شوې غونډې ته د نه ورتلو علتونه نه دي ياد نه کړي.

ځينو شنونکو د پاکستان د دغې پریکړې دليل په دغه غونډه کې د هندوستان ګډون ښودلی، خو ځینې نور باور لري، چې پاکستان د امریکا د خوشالولو او په سیمه کې د روسیې بلاک سره د ځان نيږدې نه ښودلو په موخه دغه پريکړه کړې ده.

په ياده غونډه کې د ‎ايران، ‎هند،‏ ‎چين، ‎روسېې، ‎تاجيکستان، ‎ترکمنستان، ‎ازبکستان، ‎کرغیزستان او ‎قزاقستان د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان د طالبانو حاکمې ادارې ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

نن د یادو هېوادونو امنیتي سلاکارانو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ځانګړې ليدنه لرله.

د ليدنې جزيات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

د مسکو په پرونۍ غونډه کې روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پاتې شویو وسلو په اړه انديښنه ښودلې او ايران خبرداری ورکړی، په دې په افغانستان کې، له سیمې د باندې هېوادونو مداخله به د افغانستان او سیمې ثبات ته ناوړه پایلې ولري.

1 COMMENT

  1. پاکستان د نړی ستر منافق هیواد دی ، یو وخت یی روس ته ځان نزدی کړی وو ، فکر یی کولو چه امریکا په افغامستان کی د زوال سره مخ ده ، اوس د روس په هکله همدا فکر کوی ، فکر کوی چه روسیه په اوکراینک د شکست سره مخ ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب