Homeخبرونهامنيت شورا په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه غونډه...

امنيت شورا په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه غونډه کوي

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏‏‎د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان کې د داعش ترهګرو د ګواښ اړوند ناسته کوي.

د یادې غونډې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

د سېمې یو شمېر هېوادونه او نړيوال په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندیښنې وړ بولي، خو په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره ياده ډله ځپل شوې بولي او وايي جدي ګواښ نه دی.

د طالبانو چارواکي وخت په وخت په پلازمېنه کابل او يو شمېر ولايتونو کې د داعش ډلې د ځپلو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د ایران د سفارت مشر حسن کاظمي قمي په یوه وروستی مرکه کې یو ځل بیا امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د داعش ډلې له فعاليتونو څخه په ملاتړ تورن کړل.

امریکايي چارواکو په دې اړه تورونه رد کړي.

د طالبانو حاکمې ادارې د ملګرو ملتونو د تازه غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...