جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ملګروملتو د شګو د ضایع کېدو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ

ملګروملتو د شګو د ضایع کېدو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ

تراوسه مو په دې فکر کړی و چې شګه هم په خلاصیدو ده یا شګې کمېدا طبیعت ته ګڼ تاوانونه لري؟
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما په دې اړه پر خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي:
شګه د انسان په لاس د جوړو شویو ودانیو بنسټ دی او په کانکریټ، اسفالټ، شیشې او نورو ودانیزو موادو کې د کاریدو بنسټیز عنصر دی.
خو شګه، د نورو طبیعي زیرمو په څیر، محدوده ده او د هغې نامنظم استخراج د له منځه تلو، سیلابونو، په ځمکه کې د اوبو د مالګینې کیدو او د ساحلي دفاع د له منځه تلو لامل کیږي.
د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې اداره (UNEP) له کینیايي شاعرې بیټریس کاریوکي (Beatrice Kariuki) سره په ګډه کار کوي چې د شګو د استخراج په اړوند ستونزو رڼا واچول شي او دا کار د هغو پراخو چټکو هڅو یوه برخه ده چې غواړي داسې نړۍ رامنځ ته شي چې د دغه ډول عناصرو ضایعات پکې صفر ته رسیدلې وي.
اغلې کاریوکي Kariuki په یوه نوې ویډیو کې وايي: “موږ باید د حلقوي اقتصاد د رامینځته کولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو ، او د نويو ودانیو دجوړولو لپاره له خاورې کار واخلو.”
کاریوکي په دې ویډیو کې د شګو په استخراج پورې اړوند ستونزو باندې رڼا اچوي او وايي چې له یوه نوي فکر پرته د دې زمانې لپاره شګه په تمامیدو ده، او دا هڅې د داسې نړۍ پر لور د یوه خوځښت برخه بولي چې ضایعات په کې صفر ته رسیدلي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب