پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیواله اداره: تر اوولس نیم میلیونو زیات افغانان روغتیايي مرستو...

د روغتیا نړیواله اداره: تر اوولس نیم میلیونو زیات افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۲۰ مه) د روغتیا نړیواله اداره وايي، سږ کال به اوولس میلیونه او ۶ لکه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري چې د هغو په سلو کې ۵۳ به ماشومان وي.

د دې سازمان پر اساس، د دغو کسانو په منځ کې به ۵ میلیونه ښاریان او څه باندې دوولس نیم میلیونه کلیوال وي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون (پنجشنبه) د افغانستان په اړه په خپل کالني راپور کې همداراز ویلي: کلیوالي سیمو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو په لار کې خنډونه شته او د دې ترڅنګ د خلکو د بې ځایه کېدو او ښارونو ته د هغوی د کډه کولو له کبله به پر روغتیايي خدماتو فشار نور هم زیات شي.

دې ادارې زیاته کړې، په افغانستان کې له اوسني پېچلي بشري وضعیت سره سره به، چې د خلکو روغتیايي خطرونه یې دوه برابره کړي، د خپلو همکارانو په مرسته به بشري خدمتونو ته دوام ورکړي.

دغه سازمان همدغه راز وايي چې د تیر ۲۰۲۲ کال پرتله په روان کال کې مرستو ته د اړو افغانانو په شمیر کې هم ۱۶ فیصده زیاتوالی راغلی، چې ورسره مرستو ته د اړو افغانانو شمیر هم سږکال ۲۸.۳ میلیونو ته رسیدلی دی. تیر ۲۰۲۲ کال روغتیايي مرستو ته د اړو افغانانو شمیر ۲۴.۳ میلیون و.

د ملګروملتونو دې ادارې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې روغتیايي مرستو ته د اړو افغانانو شمیر ۱۵.۶ میلیونه اټکل کړی و.

په دې راپور کې ویل شوي: ” د روغتیا نړیواله اداره به همدارنګه د غیرساري ناروغیو په برخه کې خپل پروګرامونه پراخ کړي او په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به زیات شمیر هغه کسان، چې د روانې او روحي ناروغیو او د نشه يي توکو د اعتیاد څخه کړیږي ورته روغتیايي خدمتونه برابر کړي”.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمیرنو له مخې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر او مارچ د میاشتو ترمنځ به ۱۹.۹ میلیونه افغانان د خوړو د نه مصونیت او په دغه شمیرکې شامل څلور میلیونه ماشومان په دغه موده کې د خوارځوکۍ سره مخ شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب