یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح د افغانستان په اړه د مسکو غونډې له انديښنو هرکلی...

امرالله صالح د افغانستان په اړه د مسکو غونډې له انديښنو هرکلی کړی

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏‏‎د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب د سېمې د هېوادنو د ملي امنیت سلاکارانو د غونډې له انديښنو هرکلی کړی.

په ياده غونډه کې، چې پرون تر سره شوه، ‏‏ د روسیې د ملي امنیت شورا سیکرټر نیکولای پېټروشیف په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې وسلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د دغو وسلو په وسیله ناارامي د سیمې ټولو هېوادونو ته تلای شي.

د روس د ملي امنیت سلاکار وایي کېدای شي دا وسلې او جنګي وسایل هم په افغانستان کې دننه د بېلابېلو ډلو تر منځ د جګړو د زیاتېدو سبب شي او هم په غیرقانوني لارو په تور بازار کې خرڅ شي.

پېټروشیف دا اندېښنه هم ښکاره کړې چې کېدای شي دا وسلې د نورو هېوادونو د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورشي.

د طالبانو يوه مخالف سياستوال امرالله صالح ويلي، چې په مسکو غونډه کې نورو هېوادونو هم څه په ښکاره او څه په کنايوي ډول روښانه کړه، چې د طالبانو پر رژيم باور نه لري او ورسره مخته نه ځي.

صالح هيله مندي ښودلې، چې دا به د طالبانو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو لومړنی ګډ جدي دریځ شي او پر ضد به یې د سیمې د هېوادونو مخالفتونه زيات کړي.

طالبانو د روسیې د ملي امنیت د سلاکار د انديښنو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېر کال یې هغه راپورونه رد کړي وو چې ګوندې د بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې په پټو لارو ګاونډي پاکستان ته وړل کېږي.

د امریکا د دفاع وزارت په وينا، امریکا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته له 2005م تر 2021م کال پورې د 18.6 ميليارده ډالرو په ارزښت پوځي وسایل ورکړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب