جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد شېرپور د غصب شويو ځمکو په اړه د څېړنې ځانګړی کمیسیون...

د شېرپور د غصب شويو ځمکو په اړه د څېړنې ځانګړی کمیسیون جوړيږي

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏‏‎د طالبانو د ادارې چارواکي وايي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې به ژر د کابل په شیرپور کې د دولتي ځمکو د ناقانونه وېش په اړه څېړنې پیل شي شي.

د طالبانو له لوري د ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسیون ویاند عبدالحمید جهادیار ويلي، کې د تېر حکومت پر مهال په شېرپور کې تر پنځوس جریبه ډېره دولتي ځمکه په غیر عادلانه ډول وېشل شوې ده.

ویل شوي، چې دغه ځمکې پر پخوانیو چارواکو وېشل شوي.

په وروستيو کې د يادو ځمکو د وېش اسناد رسنیز شوي، چې له مخې ېې د دغو ځمکو لویه برخه د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم د شمال ټلوالې پر مشهورو څېرو او يو شمېر پخوانیو چارواکو وېشلې ده.

د دغو اسنادو له خپریدو سره خلکو په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي او د يادو ځمکو د بيرته ستنولو غوښتنې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...