پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+تېروتنه | عارفه عنایت الله

تېروتنه | عارفه عنایت الله

لومړی ورځ وه. په ښاري بس کې مخ په پوهنتون روانه وم. ډيره زياته ناوخته هم وم، بس ورو ورو لکه کیشپ  روان و او زما د زړه دربا دو چنده زياتېده. بس خوړیت پریت د امير کډوس د زمانې و، سپرلۍ کله يو طرف ته زنګېدل او کله بل طرف ته.

مخامخ یوه ښځه ناسته وه، چې په لاس کې یې ناروغ ماشوم او په څنګ کې یې یوه ښکلي حيا داره پیغله ناسته وه. چورت راغی مال که په دې نحلۍ چا درسونه ویلي وای اوس به یې ښکلا دوه چنده وه. د دې راتلونکی به یې د مخ په څیر ځلاند او روښانه و مګر هاې هاې د پښتنې نصیبه..!

په دغه چورت کې وم چې ګورم بس ته يوه سپین سري انۍ راوخته. بس ټول ډک وو نو مجبوره شوه چې ودريږي. هغه سپین سرې انۍ مې مخ ته ودرېده او زما سکون ورسره وتښتیده. چورت راغی چې ښه! دا دومره درسونه دي وويل، قال الله او قال رسول د وويل، د هغه به نن دا نتيجه وي چې سپین سري انۍ ته ځای نه ورکوې. زړه فورا وويل چې نه، ډرايور ته دي د دغه سیټ پیسې ورکړي او اوس چې جګه شې نو د پیسې ورکولو څه ګټه؟ ضمیر هم چوپ پاتې نشو. ښاااا! نن ته دغې سپین سري ادې د ځای نه ورکوې، سبا به دي خپله مور په بس کې دغسې ولاړه وي او څوک به ځای نه ورکوي. ګوره، همیشه مکافات عمل کيږي. بس ضمیر زما کمزوري درک کړه. زړه مې له مور سره مينه لري. دغه اورېدل وو چې چټکه له ځایه جګه شوم، سپين سري انۍ می کینوله او خپله ولاړه شوم.

زړه مې یو ډول د خوښي احساس وکړ. ځان تر ناستو کسانو ډیر جګ، لؤړ او با ظرفه ښکاره شو. بيا دريدلي، دريدلي خلګو ته مې کتل پیل کړ. په انۍ مې سترګي ولګېدلې. چرت راغی چې ولا خدای پاک فرمايلي ستاسو د نیکۍ زه دوه چنده بدیل درکوم. آبس نو بيا چرتونه راغلو چې څنګه خدای پاک زما د نيکۍ په بديل کې اجرونه او کيدای شې ځیني مسلې مې را حل کړي. کاشکې خدای پاکه! ته زما د دغې نیکي په بديل کې زما د پلار پلانۍ مشکل حل کړې. او هو رښتيا! درسونه مې مشکله دي. کاشکي مې خدای پاکه په هغه کې مرسته وکړې. نه، نه، هغه زما د ورور پلانۍ کار بند ده، هغه پلیز ور سم کړه… نه ولا! سبا و بله ورځ به خپله سپين سري يې او خداینخواسته دغسې به په ډک بس کې پیښه شوې يې او بیا به دغسې کومه جینۍ یې چې ځای به درته خالي کوي… دغه به ښه وي. خدای پاکه! دغه نیکي راته ریسټور کړه چې بیا په هغه وخت کې په درد راته وخوري. ناڅاپه بس ته جټکه ولګيده او د چرتونو ماڼۍ مې ونړېده.

 بس هسې مې له ځانه او انسانه بد راغی. موږ رښتيا هم څومره مطلب اشنا او کمزوره مخلوق یو‌. په هر شې، په هره نیکي او په هر کار کې خپل مطلب ګورو او يو نه څو، څو مطلبونه. مثال یې زه خپله! چې یوه وړه غوندي نيکي چې سر بیره مې په زړه کې لږ زره تکبر او بیا د دغې نیکي په بديل کې له خدای پاک نه یو نه بلکې بیلابېلو امتيازاتو توقعات!

ښه خو به دا وي چې کله هر نیک کار کوو نو نیت مو فقط د خدای پاک رضا وي. چې کله مو نیت سم شو نو نور مشکلات او مسایل به خدای پاک خپله حل کړي. زموږ لومړنی مشکل په نیت کې وي. پښتانه ډېر ښکلی وای چې نیت صفا منزل اسان

 دا وړې تيروتني خدای پاک د انسان په فطرت کې ایښي دي او له دې څخه نه تيښته شته او نه خلاصون. بهتره هغه څوک دي چې خپله تیروتنه درک کړي او د اصلاح کولو کوښښ یې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب