Homeخبرونهکابل زلزلې لړزولی

کابل زلزلې لړزولی

تاند:( جمعه، د دلوې يوويشتمه)‏ ‏‏له کابل څخه تازه راپورونه وايي، چې د دغه ښار په يو شمېر سيمو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

د راپورونو له مخې،‌ دغه زلزله د کابل په وخت د شپې شاوخوا نهه نيمې بجې په خفيفه توګه محسوسه شوې ده.

په خيرخانه، قصبه او د کابل په شمالي برخو کې ځينو خلکو د دغې زلزلې د ټکانونو د محسوسولو خبر ورکړی.

د زلزلې پېژندنې اړوندو ادارو او ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ترکیه کې له بیسارې وژونکې زلزلې وروسته د افغانستان په شاوخوا سيمو کې هم د زلزلو وړاندينه شوې، چې خلک يې انديښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...