یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د درمل جوړولو فابریکې په ټپه دریږي

په پاکستان کې د درمل جوړولو فابریکې په ټپه دریږي

خبریال: داوود جباخېل
د پاکستان د درمل جوړونکو اعلان وکړ چې یوه اونۍ وروسته به د درملو تولید ودروي.
د پاکستان د درمل جوړونکو اتحادیې مشر قاضي منصور دلاور له رسینو سره په خبرو کې وویل چې د درملو تولید به یوه اوونۍ وروسته ودرول شي.
نوموړي زیاته کړه چې د ډالرو د ارزښت د لوړوالي له امله په اوسنۍ بیه د درملو تولید ممکن نه دی.
قاضي منصور دلاور دا هم وویل چې مختلفو کمپنیو د تولید بندولو لپاره حکومت ته خبرداري ورکړي دي.
ده وويل چې په کراچۍ، لاهور او راولپنډۍ كې 10 كمپنو ته د درملو د تولید د بندولو امر شوی دی۔
د پاکستان د درمل جوړولو مخکښو شرکتونو ویلي چې تر یوې اونۍ وروسته به د شرکتونو لپاره د درملو تولید او عرضه ممکنه نه وي.
هغه زياته کړه، د اومو موادو، برېښنا او ګازو بيې په بې ساري ډول لوړې شوي، په راتلونکو څو ورځو کې به ټولو درمل جوړوونکو شرکتونو ته د توليد د بندولو خبر ورکړي.
قاضي منصور دلاور وويل چې حکومت او د درمل جوړولو اداره (ډرایپ) د درملو د شرکتونو او خلکو ستونزې نه درک کوي.
د ډرایپ چارواکو په دې اړه ویلي چې تر اوسه هېڅ درمل جوړونکي شرکت ته د تولید د بندولو مکتوب نه دی رسېدلی او نه هم هېڅ درمل جوړونکي شرکت د تولید د بندولو پرېکړه نه ده کړې.
د پاکستان اسعاري زېرمې شاوخوا ۳ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې او ویل کېږي چې که ژر تر ژره د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته نور پور تصویب نه کړي د پاکستان زرګونه فابریکې به د اومو موادو د نشتوالي له کبله ودریږي.

2 COMMENTS

  1. جهانی امپریالیست اقتصادی نظام چی دامریکی او انګلیس په ګټه جوړ سوی خپله بده څیره ښیی. هغه دولتونه چی خپل حیاتی منابع ددروغزن عرض او خرید یا سپلای او ډیماند او نورو اصولو وچړی ته اچوی هغه به دافغانستان، پاکستان، زیمبابوی، روس، ایران او نورو په شان خوار او زار وی. له کیوبا نه باید درس واخیستل سی.
    افغانستان باید ددالر په ځای منطقوی او بهرنی پولی واحدونه دافغانۍ دبدلون لپاره وټاکی چی مستقیم په یوه نرخ معامله سی. دا دمالیی او اقتصاد وزارتونو په فعالیت باندی تکیه لری چی څومره پوهه او تاثیر لری.

  2. سلامونه،
    -د پنجابستان ډېري دوا کمپنئ خارجي شرکتونه یا مډیسن فارما ګانې دي خود به د ډالر،بجلۍ ا.د.ن. کمبوت پرې اثر کوي.
    –راځو د خیبر پشتونخوا،بلوچستان او بلتستان کې دوهم او دریم لاس دواګانې چې تاثیرات ې کم دي استعمالیګي؛لوکسې ادویه قیمته دي.
    — په خواشينۍ سره افغانستان ته صادریدونکې دوايي !!! ټول ملاوټ یعنې دچا خبره د ګوړې شربتونه او د نخوتو کپسولونه دي چې متاسفانه زیاتره ې په جم او عليمسجت کې جوړیګی او د لاهور او پڼډۍ نه هم تاریخ ګذشته مډیکوز باندې ې لیکلي وي: مخصوص برای صادرات افغانستان!. دغه دی اسلآمایبوټ!؛هیله ده اَ اِ اُ کنترول زیات کړي!
    —- او دا ۳ اربه!=بلیونه یا ملیارډه ډالر چې پنجابیانو ته پاتې دي، دا به د یو ان اچ سي آر هغه پیسې وي چې م م م افغان مهاجر ته د سړي سر ۳ $ پر ورځ/سړي سر ورکړې وې ؛ او لا نورې به اوس هم اخلي.
    …..اول دا زه، لس کاله پیښور کښې مهاجر اوسیدلم ،او اوړي کې به کابل ته راتلم او تورخم کې به ېې زما نوم هم لیکه مګر ۱سنټ ډالر مې نه و تر لاسه کړی. ما خپل حق نه دی وربښلی. ان شآء الله د پي ټي اېم د دعواوو په بریالیتوب سره به خپل او د ټول پښتون/افغان حقونه تر لاسه کوو. . کشمیر-پنجاب او سنده ته دې چټلستان مبارک وي. او مونږ به له مارګلې تر مشهد او لا واخان تر سیستان او نیمروز خپل هیواد باندې جنت نشان ژوند جوړوو. و من الله التوفیق.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب