Homeخبرونهننګرهار کې د ایران د انقلاب کلیزه نمانځل شوې

ننګرهار کې د ایران د انقلاب کلیزه نمانځل شوې

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏جلال اباد کې د ايران قونسلګرۍ د خپل هېواد د اسلامي انقلاب ۴۴ مه کليزه نماځلې ده.

په دې غونډه کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي په استازيتوب د طالبانو د عدلې رئيس مولوي فاتح الله فاتح، مولوي مصطفی او د والي وياند قاري قاضي ملا عادل ګډون کړی و.

په دې غونډه کې، د طالبانو د عدلې رئیس افغانستان، ايران او پاکستان دوست او مسلمان هېوادونه ياد کړي او په ټولو برخو کې د اسلامي اخوت له مخې پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ.

په جلال اباد ښار کې د ايران سرقونسل مجيد صادقي دولت ابادي ويلي، چې هېواد ېې افغانستان سره ګډ مشترکات لري د

نوموړي په اقتصادي، تعليمي، سياحتي، تجارتي او ديپلوماتيکو برخو کې د طالبانو ادارې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، په افغانستان کې د ایران د ورته مناسبتونو نمانځنه او پکې د طالبانو د چارواکو ګډون زيات شوی.

1 COMMENT

  1. په ننګرهارکښی دا خائینه غونډه د غیرتی ننګرها ولس په خوښه ندی شوی بلکه ددو خائینو راوستل شوو قاتلو او د ملتونو دوښمنانو رژیمونو غونډه وه !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...