Homeخبرونهاقتصادي خبرونهامریکا په سویس کې د افغانستان صندوق ته درې نیم میلیارد ډالره...

امریکا په سویس کې د افغانستان صندوق ته درې نیم میلیارد ډالره ولېږل

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۲۰ مه) د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان بانک د کنګل کړیو شتمنیو درې نیم میلیارد ډالره د سویس په یوه بانک کې د افغانستان امانت صندوق ته ولېږلې.

د امریکا حکومت تېر میلادي کال پرېکړه کړې وه چې دا پیسې به سویس ته لیږي.

تر دې مخکې د افغانستان د مالیې پخواني وزیر انوارالحق احدي، چې په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق د کمېټې غړی دی، ویلي و چې امریکا دې صندوق ته هیڅ پیسې نه دي لیږلي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت له لوري سویس ته د درې نیم میلیارد ډالرو د لېږلو خبر ورکړ، ویې ویل، په افغانستان کې د بایډن د حکومت په لومړیتوبونو کې په دې هیواد کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو د طالبانو درېدل شامل دي.

د سویس حکومت ویلي، په اوږدمهال کې د افغانستان د امانت صندوق هدف دا دی چې دا پیسې د افغانستان بانک ته ولیږل شي، خو هغه مهال به دا کار وشي چې د افغانستان بانک ثابته کړي چې خپلواک دی، د طالبانو تر اغېز لاندې نه دی او همداراز دا ډاډ ورکړي چې له پیسو مینځلو سره مبارزه کوي او د تروریستي ډلو تمویل ته اجازه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...