شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهشل تنه افغان پوځیان په هند کې له روزل کېدو وروسته هیواد...

شل تنه افغان پوځیان په هند کې له روزل کېدو وروسته هیواد ته راستانه شول

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي، ۲۰ تنه نور افغان پوځیان، چې په هند کې روزل شوي وو، بېرته هیواد ته راغلل.

د دفاع وزارت پر اساس، دا د هغو افغان پوځیانو یوه بله جوپه ده چې په هند کې له روزل کېدو وروسته بېرته خپل هیواد ته راځي.

دا پوځیان د افغانستان د پخواني جمهوري نظام په مهال هند ته د پوځي روزنې لپاره لېږل شوي وو.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له هند څخه د دغو روزل شويو پوځیانو راتګ د دفاع وزارت د فرمان پر اساس او د دې وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست په همږغۍ ممکن شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې راستنو شویو پوځیانو ژمنه کړې چې خپل هیواد او خلکو ته به خدمت کوي.

د طالبانو د سرچینو پر اساس، تر دې وړاندې هم په هند کې د روزل شویو افغان پوځیانو څو جوپې افغانستان ته بېرته راستنې شوې دي.

څه موده پخوا د طالبانو د دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو ريیس روح الله عمر ویلي و چې په هند کې د روزل شویو پوځیانو له تجریو او مهارتونو څخه به په مسلکي او تخصصي برخو کې کار واخیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب