چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د امیرالمومنین مخ پټول| حبیب الله حبیب 

د امیرالمومنین مخ پټول| حبیب الله حبیب 

 د امیرالمومنین مولوي هبت الله اخوند مخ د ده اتباعو تر اوسه نه دی لیدلی او پټ پاته دی. که چیری یې خلکو ته خبری هم کړې وي نو یې مخاطبینو ته شا ورګرځولې ده. د اسلامي پښتني او انساني اخلاقو د مخه د خبرو په وخت کې چا ته شا ورګرځول ناوړه کار دی او مخاطب تحقیرول او په ټیته سترګه ورته کتل دي. بل داسي یو کار کول د مطلق العنانی علامه هم انګېرلای سوای چي د یوه مطلق العنان امیر د خوا دا کار کېدلای سي. په عالم اسلام کي خو موږ ته داسی کوم امیر نه دی معلوم چي د خپل رعیت څخه دی یې مخ پټ کړی وی.

خلکو ته شا ورګرځول او خبری کول داسی معنی ورکوی چي خلک و حاکم ته اهمیت نه لري او دی د حقارت په سترکه ورته ګوري. آیا هغه رعیت چي امیر خپل مخ نه وی ورښکاره کړی په دي مکلف دی چی د امیر اطاعت وکړی؟

پیغمبر علیه السلام خو هیڅ وخت د مسلمینو او مسلماتو څخه مخ نه وو پټ کړی او په ورین تندی به یې د خلکو سره لیدل او خبری به یې کولې او نصایح به یې ورکول.  امیر المومنین ته هم پکار دي چی د پیغمیر علیه السلام  روڼ مثال تعقیب کړی او ددی ناوړه  عادت څخه لاس واخلی. موږ نه پوهېږو چی ده ولی د پیغمبر لار ایله کړې ده او دا بې ګټي  لار یې غوره کړې ده؟ آیا دده رعیت ده ته داسی ټیټ  ښکاري چی دی یې د خپل مخ د ښکاره کولو وړ نه ګڼي؟

د دی د پاره چي رعیت د اولی الامر (یا ایها الذین آمنو  اطیعو الله و اطیعو رسول و اولی الامر منکم،  نساه ۵۹)  اطاعت وکړی نو حتمي ده چی رعیت اولی الامر سم پېژندلی وی. د بل انسان پېژندل خو یوازی په مخ کېږي.  په دې رب  انسان ته دوې سترګی ورکړی دي چی نور په وویني او وپېژني. دا واک د خدای دئ چی موږ ته یې راکړی دی او ځدای تعالی امیرالمومنین ته دا حق نه دی ورکړی چی زموږ  څخه یې واخلي.  نو امیر صاًحب دی هم  د خدای د رسول لار غوره کړی او عوامو ته دی ځان وروپېژنی او خپل ذهني تناقض دی پدي باره کي اصلاح کړي. په اسلام کی چیری راغلی دی چی د مسلمانانو امیر دی د مسلمانانو څخه مخ پټ کړي؟

د امیر صاحب د مخ پټولو یو علت به دا وی چی دی نه غواړی چی څوک دده عکس واخلی ولی چی دی عکس مکروه ګڼي.  امیرالمومنین امر کولای سی چی د خبرو پر مهال دی څوک دده عکس نه اځلی. دغه به کافی وی چی دی دا د عکس نه اخیستلو ستونزه حل کړی.

بل علت به دا وی چی دده ژوند به په خطرکی وی او دی نه غواړی چی دښمنان یې په اسانی و پېژنی. داسی ګواښ خو هر حاکم ته متوجه دی او وی به. ښه مثال یې د درې خلفای راشدینو وژل کېدل په صدر اسلام کي دي او نور اسلامی امرا چی وروسته د مخالفینو د خوا وژل سوی دی. دا خطر به هیڅ وخت ورک نه سی او همیشه به موجود وی او نه ښایی د حاکم د مخ پټولو علت سی.

د امیر المومنین د پاره ضروری ده چی میدان ته راووزی او رعایاوو ته ځان د اوسني دنیا د معیاراتو سره سم ورپېژنی. د څلوېښت ملیونو مسلمانانو دا مسلم حق دی چي خپل امیرالمومنین په خپلو دوو سترکو ووینی او وپېژني. خدای تعالی د ته د افغان ستان تخت ور ښندلی دئ اود  خضوع او خشوع توقع ځني لري. د اسلامي امارت امیر باید د کبر او غرور  څخه پرهېز وکړي او د یوه متقي خواخوږي او مترقي رهبر په څېر په تواضع حکومت وکړي.

و منهم من یقول ربنا آتنا فی الدنیا حسنة و فی الآخرة حسنة وقنا عذاب النار ( بقرة ۲۰۱)او ځینی وايي زموږ ربه موږ ته ښېګڼه راکړه په دي دنیا کښي او ښېګڼه راکړه په آخرت کښي د دوږخ دعذابه  مو وژغوره.  دلته قرآن  ښېګڼه په دواړو دنیاوو کي  د انسانانو د پاره مساويانه غوښتلې ده، آتنا فی الدنیا حسنة و فی الآخرة حسنة. په دي دنیا کي یوه لویه ښېګڼه تعلیم دي چي  پّه دې آیت کي د ټولو مسلمانانو د پاره که نر وي که ښځه مساويانه غوښتل سوی دئ.  په یوه نمونه اسلامي هیواد کښي سل پّه سل کي وګړو باید اعظمي تعلیم کړی وي او هیڅ غافل وګړی باید موجود نه وی. شیخ شهاب الدین دلاور یو وار ویلي وو د ښځو د پاره نقلي علوم د صحیح بخاری په سویه او عقلی علوم د دوکتورا په سویه غواړو. دغسی افکار د اسلام ښېګڼه پّه اوسنۍ نړۍ کي تأمینولای سي.

4 COMMENTS

  1. ددوی ښځې غیم د وحشیانو‌ ! ځناور خو به‌نه وي ؟ که چړي ور ولیږو بیا به خپل چټل مخ ښکاره کړي د نا لتي زوی د علم دوښمن !

  2. کوډ ګرو ملا یانو به مخو نه پټول خو که خرابه ښځه یې د تعویذ لپاره پيدا کړي وی نو بیا به د ځنګلي زوی خپل لپړدو ورته را ئیست او داغټ کار به یې ورسره کاوو !! نعلت پر دې انتې مادي انسانانو !!

  3. په دغه مضمون کي صاّحب صاحب، پّه په، ځدای خدای، اوسني دنیا اوسنۍ باید ولوستل سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب