جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د چارلس ډیکنز ۲۱۱ کالیزه دې مبارکه وي

د چارلس ډیکنز ۲۱۱ کالیزه دې مبارکه وي

تاند- له نن څخه ۲۱۱ کاله پخوا د ۱۸۱۲ د فبرورۍ په ۷ مه نامتو انګلیسي ژبی لیکوال چارلس ډیکنز په پورټسمت کې وزېږېد.

هیچا فکر نه کاوه چې له دې ماشوم څخه به یوه ورځ د انګلستان او نړۍ یو ستر لیکوال جوړېږي. د ده بشپړ نوم چارلس جان هوفام ډیکنز دی. ډیکنز د نولسمې پېړۍ یو ستر انګلیسي لیکوال دی.

د ډیکنز پلار عیاش و، قمار به یې هم واهه. له همدې کبله په سمندري ځواک کې له ماموریته وایستل او یوه موده بندي شو. دې پېښې د دوی د کورنۍ ژوند ورګډوډ کړ او مور یې مجبوره شوه چې د کور د خرڅ د پوره کولو لپاره ډیکنز د بوټ رنګ په فابریکه کې په کار وګوماري. دا مهال، چې ډیکنز ۱۲ کلن و، مجبوره شو چې د څه مودې لپاره له درسه لاس واخلي. وروسته ډیکنز د خپل شهکار اثر (ستر ارمانونه) په لیکلو کې له همدې دورې الهام واخیست.

ډېر کره کتونکي وايي، په دغه ناول کې د پیپ کرکتر هغه ډیکنز دی چې په بوټ رنګ فابریکې کې یې کار کاوه.

ډیکنز وروسته له دې چې پلار یې له محبسه ووت، بېرته ښوونځي ته لاړ او د زده کړو له بشپړولو وروسته یې د یوه وکیل په دفتر کې کار پیل کړ. په همدې موده کې یې له مطبوعاتو سره سروکار پیدا شو. د ښار په یوه ورځپاڼه کې یې کار وموند. په لیکوالۍ کې د ډیکنز استعداد سبب شو چې په خپل کار کې ډېر ژر پرمختګ وکړي او لا شل کلن نه و چې د مانترینګ کرونیکل ورځپاڼې د پارلماني چارو خبریال شي. دی همدلته تم نه شو او د بنټلیز مسیلاني په نوم د مجلې چلوونکی شو. وروسته یې په خپله د هاوس هولډ ورډز په نوم مجله او () ټول کال په نوم اوونیزه راوایسته.

چارلس ډیکنز په زلمیتوب کې د ماریا په نوم پر یوې نجلۍ مین و؛ خو د دې لپاره چې نجلۍ د لوړې طبقې وه، له ده سره یې واده ونه کړ. ده د ډیویډ کاپرفیلډ کیسه له خپلې دې مینې څخه په الهام کښلې ده.

۱۸۳۵کال و چې له کاترین هوګارت سره بلد شو او واده یې ورسره وکړ. دوی په ۱۸۵۸ کې سره جلا شول. سره له دې چې د دوی واده ډېر دوام ونه کړ خو ۱۰ ماشومان یې دنیا ته راوړل.

چارلس ډیکنز په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ژوبل شو. له دې پېښې وروسته ډاکترانو ورته وویل چې نور د څه مودې لپاره کار ونه کړي خو ده پر له پسې کار ته دوام ورکړ. د ډاکترانو سپارښتنې ته د نه پام کولو له کبله یې د بدن یوه برخه فلج شوه.

ډیکنز د ۱۸۷۰ کال د جون په ۹ مه په ۵۸ کلنۍ کې د زړه د ناڅاپي سکتې له کبله مړ شو.

د ده مړی د لندن په زړه کې د ویست منسټر په کلیسا کې خاورو ته سپارل شوی دی.

دی نه یوازې په بریتانیا بلکې درسته نړۍ کې د یوه ستر لیکوال شهرت لري، اثار یې د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوي دي.

په پورتسمت کې د چارلس ډیکنز له کوره موزیم جوړ شوی. په ۲۰۱۴ م کال په دغه ښار کې د ده مجسمه ودرول شوه. تر دې وړاندې په ۱۹۸۱ کې د امریکا په فیلادلیفیا کې د ده مجسمه جوړه شوې وه. د استرالیا په سیډني کې هم د ډیکنز مجسمه شته.

په ۲۰۱۲ کې، چې د چارلس ډیکنز د زوکړې دوه سوه ومه کالیزه وه، په بریتانیا کې د ده په درنښت دوه پونډي سکې، چې د ده عکس پرې و، جوړې شوې.

د ۱۸۴۳ م کال د دسمبر په ۱۹ مه چارلس دیکنز د ( A Christmas Carol) کرسمیس کارول په نوم د کرسمیس کیسې خپرې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب