Homeخبرونهکونړ کې پر يوه کور د لوېې تيږې لویدو يو ماشوم مړ...

کونړ کې پر يوه کور د لوېې تيږې لویدو يو ماشوم مړ او ۶ تنه نور ټپيان کړل

تاند:( دوشنبه، د دلوې اوولسمه)‏ د کونړ د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې پر یوه کور د لويې تیږي رالوېدو له امله ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولينو وویل، چې د چپې درې ولسوالۍ په بستلي کلي کې په یوه کور لویه تیږه رالوېدلې، چې په کې یو ماشوم مړ شوی او ٦ کسان ټپیان شوي دي.

مسوولينو په ټپیانو کې د ٣ کسانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

کونړ د هېواد له غره ييزو ولايتونو څخه دی، چې هواره ځمکه پکې کمه ده او ډېر کورونه یې د غرونو لمنو کې جوړ شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...