Homeخبرونهکابلوف: کابل کې خپل سفارت نه تړو

کابلوف: کابل کې خپل سفارت نه تړو

تاند:( دوشنبه، د دلوې اوولسمه)‏ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د تړل کېدو په اړه اوازې رد کړې.

کابلوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه په کابل کې د خپل سفارت د تړلو پلان لري او که نه، وویل: ما د داسې اقدام فکر هم نه دی کړی.

تر دې مخکې د «العربیه» ټلویزیوني چینل د مشخصو هېوادونو له نوم اخیستو پرته خبر ورکړی و، چې د یو شمېر عربي او غربي هېوادونو چارواکو د امنیتي ګواښونو له امله په کابل کې د خپلو دیپلوماتیکو ماموریتونو د تړلو پرېکړه کړې ده.

په راپورونو کې راغلي، چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې خپل سفارتونه تړلي دي.

د طالبانو د ادارې وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د سعودي عربستان د سفارت کارکوونکي د تخنيکي روزنې لپاره دغه هېواد ته ور ګرځيدلي او د سفارت د تړل کیدو کومه خبره نه ده شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...