تاند:(دوشنبه، د دلوې اوولسمه) د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست وايي؛ ځواکونو یې په کابل ښار کې هغه انسان تښتوونکی نیولی، چې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره یې د ایران له اصفهان ښار څخه یو ماشوم راتښتولی و.
د یاد ریاست په وینا؛ ژغورل شوی ماشوم روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
طالبانو په دې اړه يوه ويډيو هم خپره کړې، چې تورن کس پکې ځان د هرات اوسیدونکی او د تښتول شوي ماشوم ماما بولي.
نوموړی وايي، چې د خپل خور له کورنۍ څخه یې د ماشوم د خوشې کیدو لپاره ۱۰۰ ميليونه ايراني تومان غوښتي وو.
تازه د افغانستان د سوداګرۍ خونې له تېرې مياشتې راهيسې يوازې کابل کې د ۱۳ افغان سوداګرو د اختطاف خبر ورکړی.
د خونې يوه مقام خان جان الکوزي ويلي، چې اکثره تښتونې د طالبانو د ځواکونو په جامو کې شوي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.