پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهسړې هوا لږترلږه ۷۰ تنه افغانان مړه کړي

سړې هوا لږترلږه ۷۰ تنه افغانان مړه کړي

تاند (چهارشنبه، د جدي ۲۸) د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د سختې سړې هوا او واورو له کبله لږترلږه ۷۰ تنه افغانان مړه شوي دي.

د جنورۍ له لسمې په کابل او ګڼو نورو ولایتونو کې د تودوښې درجه په بې ساري ډول ټیټه شوې او تر ټولو ټیټه درجه د روانې اوونۍ په لومړیو دوو ورځو کې په غور کې ثبت شوې چې د سانتي ګراد منفي ۳۳ درجې وه.

د افغانستان د هواپېژندنې د ادارې ريیس محمدنسیم مرادي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«سږنی ژمی په وروستیو کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی دی.»

مرادي زیاته کړه«اټکل کوو چې د سړې هوا اوسنۍ څپه یوه اوونۍ نور هم دوام وکړي.»

له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د سړې هوا له کبله په وروستیو ورځو کې لږترلږه ۷۰ تنه مړه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا په تېرو ۸ ورځو کې د سړې هوا او پر له پسې واورو له امله ۷۰ زره څاروي هم مړه شوي دي.

د ګڼو مرکزي او شمالي ولایتونو لارې بندې شوي دي.

له دې سره په یووخت د سکرو او ګازو له کبله لسګونه کسان مړه شوي یا په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د نړیوالو مرستندویو موسسو پر اساس، هوا په داسې حال کې کمساري حد ته سړه شوې چې د افغانستان په ۴۰ میلیوني نفوس کې ۳۸ ملیونه په دې ژمي کې له لوږې سره مخامخ دي او نژدې ۴ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب