شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهکابل ته سفر؛ د م.م د سرمنشي مرستیالې متقي او کرزي سره...

کابل ته سفر؛ د م.م د سرمنشي مرستیالې متقي او کرزي سره ولیدل

تاند:( چارشنبه، د جدي ۲۸)‏ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د یو لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلې او نن ېې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په جلا – جلا توګه لیدلي دي.

د‌ متقي دفتر وايي ، چې نوموړي ياد شوي پلاوي نه غوښتي څو د افغانستان رښتینی انځور نړیوالې ټولنې ته منعکس کړي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي: «د دې لپاره چې د افغانستان وضعیت په خپلو سترګو ووینم، د حالاتو ښه ارزونه وکړم او د ښځینه زده کړو او کار په اړه د نړیوالې ټولنې اندیښنې تاسې سره شریکې کړم پرېکړه مو وکړه چې سیمې ته سفر ولرم. ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په دې تمرکز لري چې له افغانستان سره خپلې مرستې او تعامل جاري وساتي.»

طالب وزير متقي ويلي :«په پیل کې موږ له یو لړ ستونزو سره مخ و، له نېکه مرغه زیاته برخه ستونزې حل شوې دي، د مخدره موادو کښت صفر ته راټیټ شوی، سرتاسري امنیت راغلی، د څه کم ۱۰ میلیونه زده کونکو په مخ د زده کړو دروازې خلاصي دي، په زیاته اندازه ښځي په تعلیمی او صحي سکتور کې په کار بوختې دي. کومو ښځو چې دفترونو کې کار کاوه هغوی ټولو ته معاشات رسول کیږي، د ښځینه زندانیانو کچه فوق العاده کمه شوې ده، د تجارت او کاروبار په برخه کې سهولتونه ورته ایجاد شوي دي، په ۸۳ شفاخانو کې په زرګونو معتادان ترتداوي لاندي دي. بناء ددې ټولو پرمختګونو په اړه د نړیوالې ټولنې لازمه همکاري اړینه ده.»

د امير خان متقي په وینا، د دوی د حکومت په رسمیت نه پېژندنه، پر مشرانو د سفري بندیزونو نه لیري کول همدارنګه پر بانکي سیستم بندیزونه هغه عوامل دي چې هیوادوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دی بناء هیله من یم چي نړیواله ټولنه د یادو ستونزو په اړه مثبت قدم واخلي.

ملا متقي وویل، خصوصا په روان ساړه ژمي کي د بشري مرستو زیاتوالي ته خاصه توجه وشي.

طالبان وايي د ملګرو ملتونو مرستیالې ورته ویلي، چې د سترګو لیدلی حالت به له نړیوالو سره شریک او همدارنګه به د اوږد مهاله او لنډ مهاله مرستو په اړه کوټلي ګامونه واخلي او کوښښ به کوي، چې افغانستان په نړۍ واله ټولنه کې خپل مقام تر لاسه کړي.

د یو بل خبر له مخې ياد شوي پلاوي په کابل کې پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ليدلي او کرزي ورڅخه د بشري مرستو د دوام تر څنګ غوښتي څو د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار د حقونو د تامين او ملي روغې جوړې خبرو د ژر پیل لپاره مرسته وکړي.

2 COMMENTS

  1. د کرزي له لاسه د وطن دا حال دی ، کله چې فهیم ژوندی وو ، د هغه تر امر او قوماندې لانې وو، بیا د غیر قانوني او عبدالله خېلو له لاسه ښه ورځ نه درلوده . خپله 14 کلنه ملک الطوائفي دوره یې د فساد ، غلا ، چور او لنډغرانو مشهوره کړه . اوس به دا آزمویل شوی څه توره وکړي ؟
    ملګري ملتونه باید د هغه په مداریتوب ونه غولیږي .

  2. عبدالله جانه
    ډیر په اور کي سوځی
    دا کار مو روغتیاته زیان رسوي.
    نه اشرف غني او نه هم کرزی ستاسي خبري اوري اونه هم دافغانستان سیاست په څو مقالو او قهرجنو کنځلو چاته په بدرد ویلو تغیر کوي.
    هسي خواري مه کوئ . په رښتیا ناروغه کیږی. دالویي خبري دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب