جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهکرزی: د‌ سقوط په ورځ ډاریدم، چې ډاکټر نجيب غوندې ونه وژل...

کرزی: د‌ سقوط په ورځ ډاریدم، چې ډاکټر نجيب غوندې ونه وژل شم

تاند:( چارشنبه، د جدي ۲۸)‏ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي واشنګټن پوسټ ته منلې، چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط په ورځ د ډاکټر نجيب د وژل کیدو په شان ېې د خپل مرګ او بې حرمتۍ وېره لرله.

کرزي ويلي، چې له همدې وېرې د ډاکټر عبدالله کور ته ورغلی و، څو خوندي پاتې شي.

هغه په عین حال کې پر مخکيني ولسمشر اشرف غني نیوکې کړي، چې د ده په ټکیو که له هېواده نه وتلای، افغانستان به له اوسني وضعيت سره نه وای مخ شوی.

له حامد کرزي څخه مخکې له سقوط وروسته، ښاغلي غني هم په لومړني ویډیويي پیغام کې وویل چې که کابل نه، نه وای وتی د ډاکټر نجيب په شان د وژل کیدو او د افغانستان يوه بل ولسمشر ته د بې حرمتۍ خطر موجود و.

طالبانو بيا د ښاغلي غني ادعاوې ردکړې وې.

د دوی د لومړي ځل واکمنۍ په لومړۍ ورځ پر ۱۳۷۵ لمریز کال د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتره بهر او له وژل کیدو وروسته ارګ ته څېرمه پر اریانا څلور لاري، چې ډاکتر نجیب پکې د پاکستان خلاف یوه تاریخي وینا کړې وه، پر دار وځړول شو.

طالبانو تر اوسه پورې د ډاکټر نجيب د وژلو د قضيې په اړه ځواب نه دی ویلی، خو د ډاکټر نجيب پلویان او مخکینی ولسمشر اشرف غني په یاد ه پېښه کې په مستقیمه توګه د پاکستان د لاس لرلو ادعا کوي.

اشرف غني ويلي وو، چې له ارګ څخه د نوموړي له وتو وروسته هم يوه ډله اردو ژبي وسله وال د نوموړي د وژلو لپاره ورپسې ګرځیدل.

لیکوال او شنونکی سمیع یوسفزی د حامد کرزي د تازه مرکې په غبرګون کې لیکي:«‏حامد کرزي دي الله ج سلامت لري پخپله یې دجمهوریت دسقوط په ورځ داکتر عبد الله کور پناه وړې ترڅو د داکتر نجیب په برخلیک اخته نشي خو اشرف غني ته پیغور ورکوي چی ولې یې فرار وکو

تاریخ به ولیکې نجیب احمدزی دلته په دار شو احمدزی غني لږ څه کي بچ شو خو شکر کندهاری کرزي اوس هم دربار لري .»

د کرزي نورو منتقدانو هم د نوموړي پر تازه مرکې نیوکې کړي او دغه څرګندونې یې متناقضې ګڼلي دي.

14 COMMENTS

  1. پښتو متل چې وايي: ټک يې په کارغه وکړو او غول د څاړي ولاړل. يا واي: آسان يي نال( نعل) کول او څونګښې هم پښې پورته ونيولې.

  2. له شک پرته چې پاکستان ولسمشر غني ژوندی نه پرېښوولو او دا کار يې د تېر په څېر بيا پر طالبانو ورتپه.
    ولسمشر کرزي تر ډېره ورسره اړيکه لرله او بله دا چې هغه د خليلزاد په ګروپ کې وو او دا کار پاکستان په ښکاره نه کولو، خو بيا هم ښايي چې په پټه يې کړی وای، خو ستونزه په ولسمشر غني کې وه او پاکستان هغه د تېر ولسمشر په شان کړنه ورسره کوله او دا کار يې د دې لپاره هم کولو چې هغه په خټه احمدزی او تېر ولسمشر دکتور نجيب الله ته په ټبر کې ورنژدې وو. نورو مقاماتو ورته ويلي وو چې تاسې ته د مرګ خطره ده.

  3. سلامونه،
    د خندا وړ ده.
    شهید ډاکټر نجیب اله روسان وویستل او تر آخره ېې د ملي مصالحې جرګې کولې ؛مګر همدو چيجاهدینو ! او د ع.ع. په شمول دجبلسراج في طغیانهم یعمهون .. +- د پوکسټاینیانو شیطاني پلانونو هغه حتی د م.م.م. دفتر کښې هم ونه شو ساتلای. او ډ.اشرف غني هم احمدزی و او سم پښتون افغان و او دغازي امان اله خان نیمکله پلانونه ېې غوښتل پوره کړي، ځکه د ط ط او پنجابستانیانو ا.ن. نه خوښیده او خطر و.ورته!!
    لاکن اې کرزی خانه! تا د الله هیله هیره کړې وه او ع.ع. چې ټولو افغانانو ته معلوم الحال ده ،پناه ویوړه؟؟!!.افسوس.او تا خو امریکونیان راوستل او بوش په ټټر دې د وزیر اکبر خان مډال وټومبهء!. پاکستان دې مرحوم والد وزلی خو تا نه وژني او ع.ع. سره هم ګوړې ماتوی!!.
    بل دا چې پریزدڼټ غني یو تیر او څلور فاختکې کړې!.افغانستان ېې د دریم جنګ جهاني نه او خپلمنځي ۱۹۹۲-۹۶ … وینې تویدنې وژغورهء.!
    زما په فکر او نظر، آزموده را باز آزمودن خطاست. چا چې یو وار د قدرت په وخت ولس ته څه ونه کړل ،پس له تیزه دې پلتۍ نه وهي.
    لژ څه د نړۍ له نورو چارواکو ېې هم زده کړئ!! بهترین وخت د ظاهر شاه و چې لوړ پوړو به له ۲ کاله زیات راج نه سو چلولی!!!.

  4. افغانان ورته باید اوس د ژوندی شهید بابا لقب ورکړی.
    دی خو چغی وهلی چی ورونه می ارګ ته راورسول او په رسمیت می هم وپیژندل نو د ځړیدلو مشکل پکی له کومی خوا راپیداشو.

    ریښتیا چی همدا پورتنی متلونه ورته کافی دی.

  5. کرزی صاحب عبدالله صاحب ته سخت سیاسیی ټک ورکړی. ویلی یی دی چی دخطر څخه دبچ کیدو په خاطر دده کورته راغلم یعنی د ډاکتر صاحب عبدالله ضمانت ډیر قوی و او دلته نو سوال پیدا شو ؟؟

  6. اشرف غنی محترم پاک سړی دی، خو سیاسی کله اولیډرشسف نه لري، بیاهم پرخلګو ګران او ډیري هیلي مو ورته درلودلې ځکه ډیر علم لري.
    خو یوشی چي دمحترم ډاکترصاحب غني دماتی سبب شو هغه داشرف غني ملاتړکوونکي دي.
    ډیری یې قسبوکي ښکنځل مار دي. دوی هم په سیاست نه پوهیږی اودخپل محبوب ښاغلي غني په څیر احساساتي کیږي.
    په یو شي باید پوه شو چي سیاست او لیډرشیف ځانته جلا کله غواړي.
    یوساده مثال به ووایم دالوتکو انجنیر دمهندیس کارنه شي کولای او مهنیدس دبل مسلک کارنه شي کولای.
    خدای پاک هرچاته بیل استعدادونه ورکړي دي.
    غنی خپلو ښکنځل مارو کمپینارو هم وروسته له هغه یوازي پریښود چې ددوی دڅوکیو هیلې ، دلوړو مقامونو خوبونه رښتیانه شول. البته همدا کار له ښاغلي کرزي سره هم وشو. کرزی هم یوازي پاته شو.
    که پرچاخپل وطن او خلګ ګران وي، نو دهغوی لپاره دي کار وکړي دشخص او څوکۍ لپاره زحمت کښل او یا دسپکو سپورو ویونکي به هیوادته څه وکړي؟ وایی «یومټ غنم دټن غنمو اصلیت ښیي»
    حامد کرزي او اشرف په خپل نوبت دهیواد لپاره ډیر څه وکړل او ډیر نور پلانونه یې درلودل. دوی دواړو نیګړتیاوي هم لرلې.
    خودفس بوکیانو چي تل په مستعارو نومونو لیکل کوي حافظه ډیره ضعیفه ده .
    لمر په دوو ګوتو پټوي او دوی پخپله پرته ددروغو ویلو اوپوچو خبرو بل څه نه زده. موږ باید له خپل ځان څخه هم پوښتنه وکړو چي دوطن لپاره مو څه وکړل؟

  7. په بښنه ځیني ټایپي تیروتني مي کړي دي:
    فیس بوکیان
    اشرف غني
    نیمګړتیاوي
    **********
    بله خبره دخبریال یوسفزي ده . له بدمرغه دډیورند کړښي پښتنو کې داسي ډیرکسان شته چې پاکستان ته ډیر وفاداره دي.
    آیا په اوسنیوشرایطو کي خپلو مشرانوته ولو که په هرقوم اوهرې ژبې اړه ولري کنځلي دافغانستان په ګټ دي؟
    آیا خبریال یوسفزی شهباز شریف او یا خپل پوځ ته څه ویلی شي؟
    پوکستان دافغانستان هر مشر هر حکومت کافر بللی دی.
    افغانستان کي جهاد روا پاکستان کي ناروا.
    افغانستان کي ښوونځي کفري دي پاکستان کي سپیڅلي علمي مرکزونه دي.
    اوسني شرایطو کي ډیر احتیاط په کاردی. افغانستان حکومت ډیر ضیفه دی . دوښمن له دي حالته ډیره بده استفاده کولی شي.

  8. واشنګټن پوست ته د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دا خبره، چې طالبانو ته د جمهوریت د سقوط په ورځ د ډاکټر نجیب په څېر له بې آبه مرګه ډارېده، هسې د ځان پړسول دي.
    د مصري لیکوال حسنین هیکل خبره چې، ((سره زر د اوبو تل ته ځي، خو مرداری د اوبو په سر لامبو وهي))، دلته ښه سر خوري:
    سره زر اشرف غني لاړ، خو کرزی لا هم خلاصې تڼۍ ګرځي!
    واک

  9. کرزی او پلار یې لا پخوا په کوټه کې اوسېدل ، د دوی غړیتوب په آی اس آی او نورو جهنمي استخباراتي پروژو کې کوم شک نشته ، د کرزي هغه په انګلیسي وینا خو به مو په یاد وي چې افغان پیلوټان یې تشویقول چې خپلې الوتکې پاکستان ته واړوي او پاکستاني مقاماتو ته یې مبارکي ویله .
    اما داکتر نجیب الله خو د پاکستان له خوا پر جلال آباد ښار د مخامخ جنګ کې د افغان قواو اعلی قوماندان وواو خپله مېړانه وښوده ، یوه فرقه پنجابیان یې جهنم ته ولېږل . افغانستان یې د تور پنجاب له مستقیم یرغل نه وساته . نو ځکه په هغه ځای کې په دار وځړول شو چې د جلال آباد غزا لپاره یې افغان مېړني ځوانان سره منسجم کړل او د خپلواکۍ د ساتلو غزا ته سوق کړل .
    دوکتور محمد اشرف غني احمدزي هم د پاکستان ټول پلانونه یو پربل پسې خنثی کول او چارواکو یې له دوی نه ښه ورځ نه درلوده . بنا ټالب مجبور و چې د پنجاب اهداف عملي کړي .

  10. ای فاحشې رڼډۍ ای مرتده دجاله 😡😤🐖. تا څوک څه کوي ته خو هر فالنګ ته لکه رڼډۍ پورته کیږې تف لعنت په تا ددغو ټولو بدبختیو مخترع ته خبیث یې .🐖🤮

  11. دپښتو یو متل دی وایي «ډیره مي غندې ترځان زیاته مي شمیرې»
    نوتاسی خپلو کنځلو ته ادامه ورکړئ.
    او بل وایي «هیڅوک وچه ونه په تیګو نه ولي»

  12. دا ټول واقعیات ښیی چی افغانستان بیا دداسی لاسپوڅو لیډرانو له تلکو لیری وساتل سی.
    دوه احمدزیان دبادار لخوا نامینده او کرزی خو دخپل بادارانو لخوا رټل سوی کس وو. دهغوی په سر جنګونه او ناندری وهل دعاقلانو دوخت ضایع کول دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب