تاند:( چارشنبه، د جدي ۲۸) د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال او مدافع وکيل لطيف اپريدی پرون خاورو ته وسپارل شو.
د هغه جنازه د پېښور په باغ ناران کې زرګونه تنو او مشهورو پښتنو مشرانو په ګډون تر سره شوه.
د نوموړي په جنازه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د نيشنل عوامي ګوند يو مطرح مشر بشير احمد بلور، مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک، د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین، د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ او سلګونه نورو مطرحو سياسي څېرو برخه اخيستې وه.
په یاده جنازه کې د دغو پښتنو مشرانو ګډون او مشترکو عکسونو ته په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو پښتنو غبرګونونه ښودلي.
هغوی پر يادو سياستوالو د جلا-جلا فعاليتونو او ليرې والي له امله نیوکې کړي او ويلي، چې پښتانه مشران تر ډېره په جنازو او فاتحو کې سره يو ځای کېږي.
خلکو له دوی او نورو پښتنو مشرانو غوښتي، چې ځانځاني بس او د پنجاب او نورو استعماري دسيسه ګرو له دسيسو، افراطيت او نورو بدمرغیو څخه د لر او برو پښتنو د خلاصون لپاره د ګډو هڅو په فکر کې شي.
د یادونې وړ ده، چې مشهور ملتپال سياستوال لطيف اپريدی اوړمه ورځ د پېښور په ستره محکمه کې د یوه ځوان وکيل له لوري چې هغه هم په قوم اپریدی و، ووژل شو.
لطيف اپريدی د پاکستان د پښتون ضدو او افراطیت خورولو د پاکستان سرسخت منتقد و.
شنونکي د نوموړي وژنه سياسي دسيسه بولي او د نورو پښتنو مشرانو په اړه هم ورته اندیښنې څرګندوي.