Homeخبرونهاروپا ته د افغانانو ناقانونه تګ ۶۴ سلنه زيات شوی

اروپا ته د افغانانو ناقانونه تګ ۶۴ سلنه زيات شوی

تاند:( چارشنبه، د جدي ۲۸)‏ د اروپايي ټولنې د امنيتي ادارو په يوه تازه راپور کې اروپا ته د افغانانو د ناقانونه تګ د سطحې د زیاتیدو خبر ورکړل شوی.

د اروپا د سرحد او سمندري ګارد په یوه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانانو د ناقانونه ورتګ پېښې ۳۳۰ زره تنو ته رسېدلی و، چې د ور تېر کال په پرتله ۶۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

ويل شوي، چې ډېری افغانان د ختيزې اروپا له لارې دغه سفرونه ترسره کوي.

په يادو کسانو کې د ۱۰ سلنه ښځو او ۹ سلنه ماشومانو د موجودیت خبر هم ورکړل شوی.

په افغانستان کې د فقر او اقتصادي ناورين شدت، د طالبانو له لوري د واک انحصار، له نړيوالو سره د افغانستان د تعاملاتو ختميدل، د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بنديزونه او په ټوله کې له اساسي حقونو د خلکو محروميدل او له افغانستان څخه نهيلي کيدل د ورځ تر بلې کډوالۍ د زياتيدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې وخت په وخت د ناقانونه سفرونو له امله د افغان پناه غوښتونکو د وژل کیدو او تلفاتو خبرونه هم ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...