پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت: ختیځ کې له نظامي ادارو لسګونه شکایتونه شوي

امر بالمعروف وزارت: ختیځ کې له نظامي ادارو لسګونه شکایتونه شوي

تاند:( چارشنبه، د جدي ۲۸)‏ د طالبانو د رژيم د د امر بالمعروف،‌ عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت په ختیځ کې د طالبانو له پوځي ادارو د لسګونه شکايتونو د ور رسیدو خبر ورکړی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ياد شوي شکایتونه ختیځ ته د دوی له یوه ورغلي پلاوي سره شریک شوي.

ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان د ختیځ زون څلور ولایتونه دي، چې ياد شوي طالب پلاوي ېې وضعیت ارزولی.

د‌ طالبانو په اعلامیه کې راغلي:« په يادو ولایتونو کې د ولایتي ادارې په همغږۍ د یوې کمیټې په جوړولو لسګونه شکایتونه وڅیړل شول،حل لارې ورته ولټول شوې چې له جملې یې ۲۹ شکایات په عاجل ډول حل شول.یاد هیئت له محابسو څخه هم لیدنه وکړه، د بنديانو ستونزې یې واوریدې، ۸ تنه بندیان په هم مهاله توګه خوشې شول.»

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په اعلامیه کې له نورو جزيياتو پرته راغلي، چې ۵ تنه مسئولین د مسولیت د نه احساس له امله نظامي محکمې یا خپلو مراجعو ته معرفي کړل شول.

د طالبانو منتقدینو نیوکه کړې، چې طالبان ولې د دوی له مسوولينو د خلکو شکایتونه رسنیز کیدو ته نه پريږدي او خلک نه پوهيږي چې طالبان له خپلو مجرمو چارواکو سره څه ډول چلند کوي؟

1 COMMENT

  1. تورخم ته لاړ شئ او ستاسو د سپګنو رشوت خوري وګورئ. داسې رشوت عام او په زور اخستل کیږي چې تر اوسه په یو رژیم کې هم نه و اخستل شوی. جمهوریت ته به یې مفسد وایه لاکن ددوی رشوت لپاره کوم الفاظ پیدا کړو ځکه د هغوی څو چنده زیات رشوت اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب