پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد بریښنا وزارت: شاه و عروس بند تر راتلونکي پسرلي بشپړوو

د بریښنا وزارت: شاه و عروس بند تر راتلونکي پسرلي بشپړوو

تاند:( چارشنبه، د جدي ۲۸)‏ د طالبانو د رژيم د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د شاه عروس بند د پروژو پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پورې پای ته ورسېږي او دغه بند به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه وزارت مسوولان زیاتوي، چې د ودانیز شرکت له لوري د دغه بند ۹۷سلنه کارونه پای ته رسېدلي او ګټې اخیستنې ته له سپارل کېدو وروسته به، دغه بند د ۳۶۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ترڅنګ، یو اعشاریه دوه میګاواټه برېښنا به هم تولید کړي.

د اوبو رسونې دولتي شرکت کابل ته د شاه وعروس بند د اوبو د رالېږدولو د پروګرام د طرحې د څېړلو د کار د پای ته رسېدو خبره کوي او وایي، چې ګټې اخیستنې ته د دغه بند په سپارل کېدو سره، دغه شرکت کابل ښار ته د اوبو لېږودولو لپاره چمتو دی.

د افغانستان د اوبو رسونې شرکت پخوانی رییس حمیدالله یلاني وايي: یوه له غوره پروژو څخه ده چې کولای شي د اقتصاد له ودې او د کرنې له پراختیا سره مرسته وکړي.

طالب چارواکو مخکې د ځینو نورو ډېرو ورته مهمو پروژو د ژر بشپړيدو خبر هم ورکړی.

داسې پروژې په جمهوري نظام کې د امکاناتو له موجوديت سره یې په دې دليل نه بشپړیدې، چې چارواکو طالبان د چارو پر وړاندې په خنډ جوړولو تورنول.

1 COMMENT

  1. کلونه کیږی چی دا بند له یوه پسرلی نه بل پسرلی سپارم کیږی خو د برق او اوبو درک یی نشته. پدی بند کی ایرانیانو او ځینو نورو افغانانو ښی مزې وکړې. د جوړیدو مدت یی دری کاله وه خو له لسو کالو یی زیاد وخت ونیوو. اوس هم زما خبره په یاد لری چی دا بند بل پسرلی ته سپارل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب