شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ارتباط یا ارتباطات (Communications) څه ته وایي

ارتباط یا ارتباطات (Communications) څه ته وایي

لیکنه: عزت الله عمران

ارتباط له (To make Common) لاتینې کلیمې څخه اخیستل شوی دی، چې د ټولیز، یا افشاْ کولو معنی ترې افاده کېږي، یعنې یوې ډلې یا زیاتو کسانو ته د معلوماتو لېږد او په اختیار کې ورکولو ته وايي.

ارتباط یا اړیکه چې په انګلیسي کې ورته (Communication) وایي، د لیږدونکي څخه ترلاسه کونکي (اخیستونکي) ته د پیغام لېږدولو او ترلاسه کولو پروسه ده، پدې معنی چې دلته اصلي موخه د پیغام رسول دي، خو په دې شرط چې د دوی ترمنځ د پیغام معنی یو شان وي. دا پیغام لفظي (کلامي) یا غیر لفظي کیدای شي.

د ارتباط اهمیت په څه کې دی : ارتباط یا اړیکه د ټولنیز ژوند لومړنۍ اړتیا ده. اړیکه هغه پدیده ده، چې له لارې یې اطلاعات یا معلومات لېږدول کېږي. که پیغام په داسې ډول و لیږدول شي چې د لیږدونکي او ترلاسه کونکي ذهن کې یوه معنی افاده کړي، نو ویلای شو چې دا اړیکه بشپړه او بریالۍ ده. د نړۍ ټول موجودات په طبعي ډول یو له بل سره اړیکه لري. ارتباط د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو په مینځ کې حتی د چوپتیا په حالت کې هم شتون لري.

د ارتباط یا اړیکې په ټینګولو کې 5 فکتورونه شته:·

  لیږدونکی

     پیغام

  اخیستونکی

 د اړیکې ټینګولو لاره یا وسیله

 د ارتباط یا ارتباطاتو موخه (هدف) :په ټولنیز ژوند کې د هرډول اړیکې یا اړیکو اصلی هدف د معنی درست او بشپړ ډول لیږد دی. معنی یو داخلي پدیده ده، چې د خلکو په ذهن کې شتون لري. ډېری انفرادي عوامل لکه کلتور، د زده کړو کچه، تجربې، احساساتي حالتونه، تمې او اټکلونه او داسې نور په ذهن کې د ترلاسه شويو معلوماتو په معنی اغیزه کوي.

په ټوله کې ارتباطات په لاندې برخو ویشلای شو:

1- لفظي (کلامي) او غیر لفظي ارتباط:

انساني ارتباط یا د انسان له انسان سره ارتباط په دوه ډوله دی، چې دلته به په لڼد ډول پرې رنا واچوو :

لفظي (کلامي) ارتباط : عبارت له هغه ارتباط څخه دی چې په هغه کې پیغام د کلمو په بڼه له لیږدونکي څه ترلاسه کونکي ته لیږدول کیږي. د بېلګې په توګه، د یو شخص له بل شخص یا یوې ډلې سره د خبرو او اترو له لارې ارتباط ټینګول او یا ویلی شو چې د کلامي ارتباطاتو تر ټولو غوره د معلوماتو او افکارو دلیږد یوزاینۍ وسیله ژبه اوشفاهي وینا ده. او همدارنګه که پیغام په غیر لفظي شکل د (لاس، سترګو او هر بل غیر لفظی حرکت) په بڼه و لیږدول شي دا ډول ارتباط ته غیر لفظي ارتباط ویل کیږي.

2   ارادي او غیر ارادي ارتباطات :که ارتباط له مخکې پلان شوي او حساب شوي ترسره شي نو دغه شان ارتباط ته ارادي ارتباط ویل کیږي او که د مخکیني پلان پرته اړیکه ټینګه شي نو عبارت له غیر ارادي ارتباط څخه دی.

3- رسمي او غیر رسمي ارتباط:دا ډول هغه ارتباطاتو ته اشاره کوي، چې په رسمي چاپیریال کې لکه په دفترونو او اداري سیستمونو کې ترسره کیږي او غیر رسمي ارتباط عبارت له هغو ارتباطاتو څخه دي، چې د دوه یا ډېرو کسانو ترمنځ اړیکو ته اشاره کوي، چې په نورمال او غیر رسمي ډول رامینځ ته کېږي، چې دا ډول ارتباط معمولاً د رسمي ارتباط په پرتله ډېر دوستانه او ژور وي.

4-  شخصي او ټولنیز ارتباط :شخصي(فردي) ارتباط هغه اړیکه ده چې معمولا د دوو یا څو کسانو ترمینځ ترسره کېږي، چې په ډېرو حالتونو کې مستقیم او شخصي وي. همدارنګه ټولنیز ارتباط هغه اړیکه ده، چې یو شخص یې د یوې ډلې یا غټ ګروپ خلکو سره ټینګوي، لکه د ټولنیزو رسنیو له لارې د اړیکو ټینګول.

5- یو اړخیزه او دوه اړخیزه ارتباط : کله چې د پیغام انتقال د پیغام لیږدونکي څخه پیغام اخیستونکي ته پیل او پای ومومي او د پیغام اخیستونکی د پیغام معنی او مفهوم ته غبرګون و نه ښیي نو دا یو اړخیز ارتباط دی، لکه: د راډیو، ټلویزیون او رځپاڼې له لارې د ارتباط ټینګول.

دوه اړخیزه ارتباط: دا هغه اړیکه ده چې د لیږدونکي او اخیستونکي ترمنځ د ارتباط د ټینګولو په بهیر کې ددوی رول بدلېږي، لکه د ښوونکي او زده کونکي ترمنځ ارتباط.

6- مستقیم او غیر مستقیم ارتباط: که چېرې د لیږدونکي او اخیستونکي ترمنځ اړیکه پرته له کومې وسیلې یا منځګړیتوب ترسره شي مستقیم ارتباط او که د وسیلې یا منځګړیتوب له لارې د لیږدونکي او ترلاسه کونکي ترمینځ اړیکه ټینګه شي غیر مستقیم ارتباط بلل کېږي.

پایله :ارتباط (اړیکه) د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده او انسانان د خپل ژوند په اوږدو کې اړ دي، چې د خپلو ستونزو د حل په موخه له یو بل سره اړیکې ونیسي، چې ددغه اړتیاوو پرمټ د ارتباطاتو د علم بنسټ رامنځته شوی دی. د ټولنیز ژوند د مخته وړلو لپاره د دافرادو ترمنځ د ارتباطاتو اصل خبرې کول او هغه کړه وړه دي، چې له کبله یې د افرادو او اشخاصو ترمنځ اړیکې یا ارتباط رامنځته کېږي.

اخځلیکونه:

مقدم، علی رضا نوربخش ( ۱۳/۰۹/۱۴۰۰ ه ش) دانشنامه روان شناسی مردمی

داکتر ناطقی پور – جزوه درس جامعه شناسی ارتباط جمعی، ویب لاک گنجینه

دانشیار،بصیر احمد استاد پوهنتون ومسول زون جنوب – کهیځ دلیکوالانو اوژونالیستانو ټولنې الکترونیکی ویپاڼه

ببرک طیب، تلاش تاج محمد د ارتباطاتو مدیریت ۱۳۹۲ ه ش

2 COMMENTS

  1. ماشالله. ښه ليکنه ده، له بده زموږ له هېواده د مغزونو په وتلو سره يو ځلي بيا دليکني ادبيات د خوار ځواکۍ سره مخ شوي او دا رنګه ليکنې بيا ګټورې ثابتېدۍ شى.

  2. دیره مننه ! انجنیر صاحب محمد ربی آماج – الله د وطن ودان او ټولې بدبختې ختمې کړي ترڅو نور هیڅوک جلاوطنې ته مجنوره نشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب