Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار پر ۲۰۰ جريبه ځمکې د مالټو نوي باغونه جوړيږي

د ننګرهار پر ۲۰۰ جريبه ځمکې د مالټو نوي باغونه جوړيږي

تاند:( چارشنبه، د جدي ۲۸)‏ د ننګرهار کانال لپاره د طالبانو چارواکي وایي، چې د یاد ریاست اړوند د هډې فارم په لسمه نمره کې د مالټو نږدې ۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.

د چارواکو په خبره د هډې فارم ۱۰ مه نمره کې د ۲۰۰ جریبه مالټو بڼونو د جوړولو چارې روانې دي، چې ټولیز لګښت یې ۲۰ میلیونه افغانۍ ده او لسګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.

د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرام په پلي کولو سره به په دې سیمه کې شاړې ځمکې ابادې او ورسره به د سیمې زرغونتیا او ښېرازۍ ته هم زمینه برابره او ترڅنګ به یې ددې ولایت د مالټو د حاصلاتو کچه هم لوړ شي.

ننګرهار د سټروسو مېوو لکه مالټې، نارنج او لیمو ونو لپاره مناسب اقلیم لري او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې دسټوروسو سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...