Homeخبرونهمتقي د کابل پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

متقي د کابل پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په ايمرجنسي روغتون کې د کابل پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه.

نوموړي له ټپیانو سره د مالي مرستې تر څنګ له روغتيايي مسوولينو غوښتي، چې د ټپیانو ښه درملنه وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت مخې ته د چارشنبې ورځې مازيګر د طالب چارواکو په وینا چاودنه او د ځینو نورو راپورونو له مخې ځانمرګی برید وشو، چې لسګونه تنو ته د مرګ ژوبلې خبرونه پکې ورکړل شوي.

طالب چارواکو په دې پېښه کې د ۵ تنو د وژل کیدو او يو شمېر نورو ټپي کیدل تایید کړي، خو ځينې رسنۍ یې د خپلو سرچينو په حواله د وژل شويو شمېر ۲۱ تنه او د ټپيانو ۲۵ تنه بولي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال مهاجر فراهي د فرانسې خبري اژانس ته تایید کړې، چې د پېښې پر وخت چینايي استازي د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت چارواکو سره په خبرو بوخت وو.

د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د افغانستان مختلفو سیاسي څېرو غندلې او د طالبانو منتقدینو هېواد ته په امنيت راوستو کې د طالبانو د ناکامۍ نښه ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...