Homeخبرونهسالنګ کې لسګونه واورو کې ايسار کسان وژغورل شول

سالنګ کې لسګونه واورو کې ايسار کسان وژغورل شول

تاند:( چار شنبه، د جدي ۲۱) ‏‏د طالبانو د فواید عامې وزارت چارواکو په سالنګونو کې د لسګونو هغو کسانو د ژغورلو خبر ورکړی، چې نن سهار وخته په واورو کې ايسار شوي وو.

‏د طالب چارواکو په وینا دغه کسان د سالنګونو د ساتنې لپاره د دوی د رياست کارکوونکو ژغورلي.

سرچینې په دقیق ډول د ژغورل شویو کسانو شمېر نه دی ښودلی، خو د ځینو ویډیو ګانې ېې خپرې کړي، چې له طالبانو څخه د دوی د ژغورلو له امله مننه کوي.

د سالنګونو لویه لاره نن د سختو واورو له امله وتړل شوه.

د طالبانو ورته چارې د خلکو له ستاینې او هرکلي سره مخ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...