تاند:( چار شنبه، د جدي ۲۱) په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته نننۍ پېښه په پراخه کچه غندل شوې ده.
دا پېښه، چې طالب چارواکو پکې د ۵ تنو د وژل کیدو او يو شمېر نورو ټپي کیدل تایید کړي، ځينې رسنۍ یې د خپلو سرچينو په حواله د وژل شويو شمېر ۲۱ تنه او د ټپيانو ۲۵ تنه بولي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال مهاجر فراهي د فرانسې خبري اژانس ته تایید کړې، چې د پېښې پر وخت چینايي استازي د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت چارواکو سره په خبرو بوخت وو.
د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د افغانستان مختلفو سیاسي څېرو غندلې او د طالبانو منتقدینو هېواد ته په امنيت راوستو کې د طالبانو د ناکامۍ نښه ګڼلې ده.
دا بریدونه د ای اس ای لخوا کیږي طالبان باید استخبارات قوي کړي