Homeخبرونهد بهرنيو چارو وزارت مخې ته چاودنه؛ د تلفاتو مختلف راپورونه ورکړل...

د بهرنيو چارو وزارت مخې ته چاودنه؛ د تلفاتو مختلف راپورونه ورکړل شوي

تاند:( چار شنبه، د جدي ۲۱) ‏‏ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته نن چاودنه شوې، چې د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي.

د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ يوازې پېښه تایید کړې او ویلي، چې نور جزییات به وروسته رسنيز شي.

د پېښې له ځايه په خپرو شويو عکسونو کې لیدل کیږي، چې یو شمېر مړي او ټپيان پر سړک پراته دي.

ايمرجنسي روغتون د پېښې له ځايه د ۳ مړو او دوو ټپیانو د ور وړل کیدو ویلي، خو نورو سرچينو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ښودلې ده.

تر اوسه د پېښې دقیق هدف نه دی معلوم او چا یې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...