یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد يوناما مرستيال: د ط-انو ځينو مشرانو ته د میلیونونو افغانانو درد...

د يوناما مرستيال: د ط-انو ځينو مشرانو ته د میلیونونو افغانانو درد او رنځ کوم ارزښت نه لري

تاند:( چار شنبه، د جدي ۲۱) ‏‏ په افغانستان کې د يوناما دفتر مرستيال مارکس پوتزل وايي، چې د طالبانو يو شمېر مشرانو ته د ميليونونه افغانانو درد او رنځ کوم ارزښت نه لري.

نوموړي د طالبانو د مشرانو وروستۍ پريکړې وحشتناک دي او د خلکو له برخليک سره لوبې پکې کيږي.

نوموړي د دغو طالب مشرانو نومونه نه دي اخيستي.

په وروستيو کې د سخت دریځو او منځلارو طالبانو تر منځ د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار او نورو مسایلو په اړه د اختلافاتو خبرونه ورکول کېږي.

دغه اختلافات تر اوسه طالبانو تایید کړي نه دي او برعکس رد شوي دي.

پرون د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده ته دوو نیږدې کسانو ( د طالبانو قاضي القضات او د کندهار لپاره د دوی والي) د يوې غونډې پر مهال له خلکو او طالبانو وغوښتل، چې د ملا هبت الله د حکمونو پيروي وکړي.

د طالبانو منځلاري کسان باور لري، چې د هبت الله افراطي پریکړو د دې ډلې رژيم په ملي او نړيواله کچه سخت نفرت سره مخ کړی، خو د طالبانو مشر ټینګار کوي چې نړۍ سره د « اسلامي شريعت» په اساس تعامل کوي.

5 COMMENTS

  1. دا وحشی قاتلان او تربیه شوی تور جاهل خوګان ئی د ملت تباهی لپاره د امریکا او پنجابی پاکستان له خوا راوستل شوی دی اودی قاتلو روزل شوو وحشیانو د امریکا نورو ممالکو قاتلو چورکوونکیو غلامانو دستوری دی تورو جاهلو ته قدرت وسپاره !!! دا شرم اوره ډورامه افغان ملت ته څرګنده دی او اوس همدا اجنبیان د فریبی دوه مخه اکتونه کوی او وائی چی طالبان د افغانانو سره انسانی سلوک نلری او باید ددی وحشیانو سره دا نور دستوری تښتیدلی قاتلان او چورکوونکی د همه شمول حکومت رامینځ ته شی او دافغان ملت پیژندل شوی اجنبیان ددی اطمنان لری چی د افغان ملت د وحشی قاتلو طالبانو او نورو رنګارنګو چور کوونکیو قاتلو ګروپو په وسیله د افغان ملت تهدابی تباهی او دافغانستان استقلال کاملآ له مینځه تلل ښه تره تضمین کیدای شی !!!!
    ددی افغان ملت دوښمنانو اتحاد سره به د کابل فریبی موټر جوړیدو په شان به د فریبی نوری ډورامیو باندی هم افغان ملت هوائی دورواغیو باندی مشغول وساتی !!!!!!

      • کم اصل او د څو ډالرو غلام او د اسلام دوښمن قدیانی M asel ، ته نه افغان ئی او نه مسلمان بلکه یو تربیه شوۍپنجابۍ پاکستانی قدیانی ئی ، که ته هر څومره بغاری هم ووهی او هڅه وکړی چی خپله چټله حنجره د بادارانو لپاره د څو ډالرو زیاتیدو په امید چیره کړی بیا هم همدی کم مقدار ډالرو باندی به خپلی غلامی ته دوام ورکوی ته ددوی لپاره د زیاتو ډالرو ارزښت نلری !!!!

  2. چې یو څوک افغان نه وي هغه د افغان په درد او رنځ نه پوهیږي او نه یې قصه کې دي. ټول پدې پوهیږو چې دا د پنجاب بچیان دي او یواځې د پنجاب په درد او رنځ خفه کیږي.
    بله خبره دا چې ددوی مشران د افغانانو غواړي چې د امیرالمومنین اطاعت وکړي وروره موږ خو چې یو شی وي اطاعت به یې وکړو نو موږ خو بت پرستان نه یو چې د غایب امیر اطاعت وکړو. بت پرست خو بیا هم خپله مجسمه یا ډبره ویني نو ځکه یې اطاعت کوي مونږ خو دا شی تر اوسه ندی لیدلی او یو ځل ظاهر شوی هغه هم د شا لخوا. حقیقت کې دا شی یا شیان کوم تور پنجابی دی نو ځان نشي ښکاره کولی کنه که بیسواده او ښکرور افغان هم وی او د ډوډۍ پر ځای یې واښه هم خوړلی لږ خو به یې ځان ښودلی وی.

  3. بنی ادم اعضای یکدګرند که در افرینش ز یک جوهرند
    چو عضوی بدرد اورد روزګار دګر عضو ها را نماند قرار
    تو کز محنت دګران بیغمی نشاید که نامت نهند ادمی
    معلمان وایی ؛ ملا شدن اسان است ولی ادم شدن مشکل است، سړیتوب له صحیح عمل او سالم
    تربیت سره تړاو لری ځکه خیرالناس من ینفع الناس بلل شوی،ایمان او اسلامی تربیت انسان دیته
    تیاروی چي حتی حیواناتو او کافر باندی رحم وکړی او حتی که د ده ضرورت هم وی خو کوشش کوی
    چي بل ته یی خیر ورسی او له هغه څه نه چي الله ج رزق ورکړی ، انفاق کوی، د مومنانو خوی او نښی قرانکریم ، احادیثو او سیرت رسول الله صلی الله علیه و سلم راښودلی چي مومنان او بیا امراء
    باید ورباندی مزین وی ځکه چي نرمخویی او غوره اخلاق د الله ج رحمت بلل شوی
    نسازد علم بی اخلاق فخر مرد را ظاهر ګر به ظاهر درس دهد صد فخر رازی را
    په اسلام کی امرا خادمان دی نه فرعونان د ملت ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب