شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د انسان د کمولمو په اړه څومره پوهېږئ؟

د انسان د کمولمو په اړه څومره پوهېږئ؟

ډاکتر قدیم ارین

انسان دوه ډوله کولمې لري چې یو ډول یې اوږدې او بل یې کوچنۍ دي. دلته دواړه درپېژنو:

۱: کوچنۍ کولمې یو پېچلی اوږد ټیوب دي چي په لویانو کېږي تقریبا ۲۲ فُټه اوږدوالی او ۲.۵ سانتي متره قطر لري.

کوچنۍ کولمې د نس په تش ځای کي تر معدې لاندي موقعیت لري. چي د انزایمونو په مرسته د غذايي موادو غټي ټوټې په کوچنیو مالیکولونو باندي تبدیلوي او د هضم او جذب وړ ګرځي په دغه عملیه کي چي څو ساعته دوام کوي، نه یوازي د خوړو هضم کوونکي انزایمونه د معدې له دیوال څخه ترشح کېږي، بلکي د ځیګر ترشحات او د پانکراس انزایمونه د صفراوي مشترک کانال له لاري اثنا عشر ته تویېږي. ځیګر د صفرا په نامه یو شین رنګه مایع جوړوي چي له اوبو، آیونونو، شحمي تیزابونو او صفراوي مالګي څخه جوړه سوې ده،صفراوي مایع شحمیات حلوي او د لایپيز انزانم په واسطه يې د تجزيې زمینه برابروي.

د کوچنۍ کولمو د دېوال داخلي پوښ بخملي شکله ګونجي لري چي د کولمو د جذب کچه او د هضم سوو خوړو د جذب وړتیا زیاتوي.

د لویو ګونجو پر مخ ګوتو ته ورته کونجي وجود لري چې د ويلي په نامه یادیږي. دغه ګونجي د کولمو د جذب کچه ۶۰۰ واره زیاتوي.

د هضم سوو خوړو مالیکولونه د ویلايي حجراتو په واسطه جذب او وېښته ډوله رګونو یا شعریه عروق ته داخليږي او د ویني له لاري د بدن ټولو حجراتو لېږدول کېږي.

۲: غټې کولمې (Large intestine)

کوچنۍ کولمې د غټو کولمو سره د سیکم په ساحه کي مُښلي، نا هضم سوي غذايي توکي له کوچنیو کولمو څخه غټو کولمو ته ننوزي، لوي کولمې یو متر اوږدوالی لري.

هغه توکي چي لویو کولمو ته ننوزي له اوبو، ناهضم سوو خوړو، لکه غوړو، پروټینونو،الیافو او نباتی سلولوز څخه عبارت دي.

په غټو کولمو کي هضم صورت نه نیسي، خو اوبه او ځیني ویټامینونه جذبوي.

یو زیات شمېر بکټریاوی په نا جذب سوو غذايي موادو کي ژوند کوي. دغه بکټریا د بدن مهم ویټامینونه جوړوي.
غټي کولمې تولید سوي ویټامینونه، د سوډیم او پوتاشیم آیونونه او ۹۰٪ اوبه د داخلي محتویاتو څخه جذب او اضافي توکي د ۱۲ تر ۲۴ ساعتو پوري له بدن څخه باسي

5 COMMENTS

  1. ډاکتر ارین صاحب !
    ډیر ګټور معلومات مو وړاندي کړي امید دی تاسي اونور دطب مسلکي کسان دغه نیک کار ته دوام ورکړي همداسي معلومات ولیکيی.
    اوبل داکتر صاحب
    په دغه اثنا عشر پوه نه شوم داد دوجود کومه برخه ده؟
    دیره مننه

  2. سلامونه،
    د لیکنې سر لیک کښې یو میم زیات دی .(کمولمو لیکل سوی) >>کولمو!
    د ډاکټر صیب آرین نه په مڼنه، زما په فکر د کولمو برخه د انسان په اناتومي او فزیالوژي او وروسته تخصصونو کې ډیره لویه موضوع ده. په فکر مې ،که سهو نه شم ،د اپڼډکس ،سیکم یا چېکم، سګمویید،ریکتم نومونه هم د غټو کولمو بیلابیلو برخو ته ورکړل شوي نومونه دي چې که ډاکټر صاحب قدیم خان وخت ولري په بله لیکنه کښې د دو په اړه هم یو څه معلومات ولیکي.
    د ورور صادق صاحب پوښتنې په ځواب دومره ویلی شم : اثنا عشر چې عربي اصطلاح ده ،د معدې آخري برخې یا پیلور په دوام تر ژېژېنم یا د وړو کولمو دوهمې برخې پورې ، د کوچنیو کولمو لمړنۍ برخه ده. پښتو کښې ویلی شو =دولس ګوتې کولمه!!=په تورکي طب کې ورته (اون ایکي پارماک بارساق) وايي.
    په ډیره ډاکټري مینه او مڼنه.
    متقاعد ډاکټر. ساپی. زړور حمیدالله/بلجیم:برسلز./جنوري/۱۲/۲۰۲۳

  3. اثنی عشر (duodenum) یا همان دوازدهه، اولین و کوتاه‌ترین قسمت روده کوچک است که بین انتهای معده و ژژنوم (قسمت بعدی روده کوچک) واقع شده است. ظاهر دوازدهه مانند نعل اسب است و به تدریج غذای هضم شده از معده را دریافت می‌کند. به‌همین‌دلیل این اندام نقش اساسی در روند هضم غذا دارد

  4. محترم ډاکټر صاحبانو هر یو
    ارین درویش او صافي ستاسي ټولو څخه دزړه له کومی مننه کوم. او هیله من یم چی خپله طبی علمي پانګه له نورو سره شریکه کړی. افغان ولس ډیر وروسته پاته دی. او لانور تیارو ته ټیله کیږو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب