شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د نظام الدین اولیا لنډه پېژندنه

د نظام الدین اولیا لنډه پېژندنه

پوهاند محمد بشیردودیال9

په هندوستان کې ډېر داسې زیارتونه شته چې مسلمانان؛ او بیا په دوی کې افغانان ورته درناوی لري. زیاتره افغانان چې ډیلی ته ولاړ شی، یو ځل د نظام الدین اولیا زیارت ته هم ورځي، په افغانستان کې هم ډیر خلک د ده نوم یادوي، خو د دغه نامتو متصوف او پرهیزګار شخص پېژندنه افغانی اخځونو کې لږو ځایو کې شوې ده . دلته یې لنډه پېژندنه راغلې ده: 

 محمد بن احمد بن علی دهلوی (۶۳۳ – ۷۲۵ ق.) یا حضرت شیخ خواجه سید محمد نظام الدین اولیا چې په شاه نظام الدین اولیا، شیخ نظام الدین اولیا، نظام دهلوي او نظام الدین خالدي دهلوي هم مشهورو، د اتمې قمري پیړۍ نامتو شیخ او د هندوستان یو لوی عارف او د چیشتیه طریقی نامتو څیره وه. ده ځینی وخت (نظام) او ځینی وخت (نرګسی) تخلص هم غوره کړی و. پلاریی د بخارا و، چی د هندوستان نیمی وچی ته تللی و او هلته په لاهور کی میشت شو. وروسته تر څه مودې له لاهور څخه بدایون کلی ته ولاړ چې هغه مهال یې د هند د دارالاسلام حیثیت لاره، نو همالته میشت شو. نظام الدین په دغه ځای کی نړۍ ته سترګی پرانیستې. د نظام الدین پلار د ده په پنځه کلنۍ کې وفات شو، نو ځکه یې روزنه مور بی بی زلیخا ته ورپه غاړه شوه. مور یې یوه پرهیزګاره او زاهده ښځه وه چې د زوی په پالنه کې یې ډیرې هڅې وکړې. نوموړی په بدایون کی زده کړی وکړی او هلته یی د علومو مقدمات ولوستل او څه موده وروسته بیا له خپلی مور سره ډیلی ته ولاړ. یوه شپه یی د ډیلی جامع جومات کی د مؤذن له خولی یو آیت واورید، نو په زړه کی یی د طلب شوق پیدا شو او شیخ فریدالدین ګنج شکر ته ورغی. دغه شیخ په هند کی د چیشتیه طریقی پیشوا او د نظامیه طریقی بنسټ ایښودونکی و. ډیره موده یې له هغه څخه او د طریقت له نورو پیرانو، لکه ؛  شمس الدین دامغاني، علاالدین اصولي، فریدالدین مسعود او نورو څخه لاسنیوی وکړ او په دی توګه د ارشاد پړاو ته اوچت شو چی ډیر پیران او مریدان یی وموندل. 

د ده یو مخلص سید محمد مبارک وايي: (فریدالدین ګنج شکر د خواجه په هکله ویلی و: الله ورته علم، عقل او عشق وربښلی دی، څوک چی دغه دری صفتونه ولری نو له هغه څخه د ډیر غوره مشایخو خلافت جوړیږی ….) 

نظام الدین اولیا د ژوند په پیل کی بیوزله او پریشانه و، خو استغنا یې لرله، له هیچا یې څه نه اخیستل. څه موده وروسته یی چی هند کی نوم خپور شو، د ډیرو مسلمانو امیرانو ورته پام شو او اسلامی پاچایانو او په دی لړ کې سلطان جلال الدین خلجی ورسره د لیدو کتو غوښتنه وکړه. نظام الدین د اسلامی معارف په دود کولو او پراخولو کی ډیری هڅی وکړی، د هند په ډیرو برخو کې د اسلامی معارف خپریدل د نظام الدین اولیا او د ده د خلفاوو د پاملرنې له امله وو. عبدالرحمن جامی په نفحات الانس کی د ده کرامات بیان کړي دي. 

د اخبار الاخبار لیکوال وایی: د ډیلی نامتو عارف نظام الدین اولیاو هره دوشنبه د منهاج الدین سراج جوزجانی د فکر اوذکر مجلس ته ورته او له هغه څخه یې روحانی فیض اخیست. نوموړی غوره کتابونه ولیکل لکه: فواید الفواد، راحة المحبین، فضل الفواد او سیرالاولیا. د فواید الفواد کتاب چی د نظام الدین اولیا له ملفوظاتو څخه دی، د نامتو عارف امیر حسن سجزی په واسطه چی د (هند سعدی) ورته وایی، راټول او د چشتیه شیخانو په هکله یی پوره معلومات ورکړی دی. راحت القلوب د شیخ فریدالدین مسعود ګنج شکر له مفلوظاتو څخه دی چی خواجه راټول کړي دي. هغه عرفانی رساله هم د ده بلل کیږی چې په بهاول نګر کې صاحب زاده نور جهانیان خوندی کړی وه. د توحید رساله چې اوس په کراچۍ کې د پاکستان ملی موزیم کې ساتل کیږي، هم د ده بلل شوې ده. (عشق حقیقی) چې د ریښتیانۍ مینی په هکله د ده یو لیک دی او د کراچۍ د اردو د ترقۍ په ټولنه یاانجمن کې ساتل کیږي او( فقر نامه در فرقه درویشی) هم په احتمالی ډول د شکرګنج  په آثارو کی شمیرل کیږی چی په بهاول نګر کی صاحب زاده نور جهانیان محمودی ساتلی وه. د نظام الدین مکتوبات چی د لاهور د شیرانی پوهنتون کی موجوده ده هم د ده بلل شویده. نظام الدین اولیا داسې مرید و چی د نورو حکایتونه یی لیکلی او هم داسی مراد و چی نورو د ده په هکله حکایات راوړي دي. امیر حسن دهلوی او امیر خسرو دهلوی چی په هند کی دوه پارسی ژبی شاعران وو، خواجه ته یی د پیری او طریقت برخه کی بیعت کړی و او د هغه څلور ګوټ لرونکی خولۍ چی د دغی سلسلی یوه نښه وه، همده ته سوغات کی ورکړل شوه او د ځانګړو مریدانو په ډله کې وشمیرل شول. امیر خسرو د خواجه د اسرارو خاص ساتونکی و چی د ترک الله لقب یی ورکړی و او ځینی وخت به یی ویل: یالله له تاسره د دغه ترک د مینی په برکت ما وبښی. نظام الدین د خپل مرید امیر خسرو دهلوی په صفت کی ویلی و: 

ازملک سخنوری شهی خسرو راست

خسرو که به شاعری نظیرش کم خاست

این خسرو ماست ناصر خسرو نیست

زیرا که خدای ناصر خسرو ماست

همدارنګه امیر خسرو دهلوی په خپلو دوو منظومو (وسط الحیوة) او (غرة الکمال) او همدارنګه د (تحفة الصغر) په منظومه کی د شیخ نظام الدین په صفت کې یو شمیر قصیدې لیکلي دي. مریدانو یې د سلطان الاولیا او محبوب الله په نومونو یاد کړی دی. د ده شاګردان او خلیفه ګان هر یو یې د هندوستان په بیلابیلو سیمو کی په فعالیت بوخت وو. د ده یو شاګرد خواجه نصیرالدین په اودو، ګجرات او پنجاب کی په روحانی او مذهبی برخه کی ژوره اغیزه لرله. یو بل شاګرد یې سراج الدین په بنګاله او بیهار کې اسلامی تعلیمات او تصوف خپور کړ او یوه بل چی برهان الدین نومېد، په رکن کې او د هندوستان نورو مرکزی سیمو کې خلکو ته ارشاد کاو.  شاه نظام الدین اولیا په ۷۲۵ ق. کال په ډیلی کی وفات شو او همالته خاورو ته وسپارل شو. لومړی د ډیلی د ځواکمن پاچا محمد تغُلق له خوا د ده قبر جوړ شو، چی وروسته بیا څو څو ځله ورغاول شو. اوسنی زیارت یې چې په ۱۵۶۲ م. کی جوړ شوی د ډیلی یو پخوانۍ زیارت دی چې له ګڼې- ګوڼې یوې ډکې سیمې کې د همایون د قبر تر څنګ، په هندوستان کې د شکر ګنج په هدیره کی دی چې هر کال ډیر مسلمانان او اهل تصوف زیارت ته ورځي او هلته یوه ورځ د ده په یاد یوه غونډه جوړوي چې زرګونه مسلمانان پکې ګډون کوي او خطیبان پکې خطبې لولي.

 د حضرت نظام الدین اولیا د هدیرې شاوخوا یو شمیر نور تاریخی زیارتونه او ودانۍ هم شته. په دې کې یو هم د امیر خسرو دهلوی قبر دی چی تل یی پیروان ورټولیږی. همدارنګه د شاه جهان د لور جهان آرا بیګم قبر چې د دري/پارسی ژبې شاعره وه، هم همدلته دی. د هندوستان د ګورګانی کورنۍ د یوی نامتو څیری یعنی اتکه خان قبر هم په همدی هدیره کی دی. د اوسني پاکستان له جوړیدو مخکې، ګاونډي هیواد، هند سره د تجارتی اړیکو برعلاوه، یو شمیر کلتوری  او مذهبي اړیکې د هند او افغانستان ګډ مشترکات وو، خصوصاً دعرفان او تصوف لارویانو او دچشتیه طریقې مریدانو به هند ته  هرکال سفرونه لرل. 

4 COMMENTS

  1. ښاعلي دوديال چاري مو ښي،

    د نظامالدين په پيژنده او معريفي کولو ستاسو موخه څه وه او څه ده که په د برخه کي هم يو څه رڼا واچوي ښه به وي.

  2. قدرمن ورور لوګی صاحب السلام علیکم
    ما اول سر کی لیکلی چی یو شمیر هیوادوال مو د مشهور نظام الدین اولیا نوم اوری ، نو سوال ورته پیدا کیږی چی دا به څوک وی، بل دا چی زیاتره افغانان چی هند ته ځی دده زیارت ګوری چی زښت ډیر خلک ورځی ، نو ومو غوښتل هغه معرفی کړو، موږ (مالیمان) عادت لرو خلکو ته معلومات ورکوو. ما پخوا هم نامتو څیری تاریخی ځایونه اومهمی پېښې معرفی کړی دی، څومره چی دتاند په پاڼی کی معلومات زیات نشر شی زه خوشحاله کیږم دا د ځوانانو او د هغوی د پوهې په ګټه ده ، خدای دی تا راته خوشحاله او کامیاب لری
    درناوی

  3. ښاغلي دوديال چاري موښي،
    ډيره خوښنه تاسوته روغ سورت له الله ﷻ نه غواړم چي خپلو ډيورزو ليکنوته همداشاني دوام ورکړي.
    غښتلي اوسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب