یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهيوناما: د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه افغانستان نوي ناورين سره مخ...

يوناما: د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه افغانستان نوي ناورين سره مخ کوي

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال نن خبرداری ورکړ، چې افغانستان د ناورين یو نوي پړاو ته په ننوتو دی.

مارکس پوتزل وویل، چې د طالبانو لخوا د ښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې د هغوی پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي.

نوموړي نن د طالبانو د حاکمې ادارې د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد نديم سره په ليدنه کې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې پر نجونو او ښځو د د بندیزونو د لیرې کولو اعلان وشي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين شدید شوی او دا ډېره موده یوه لویه برخه افغانان د نړیوالو په بشري خپلې ورځينۍ اړتیاوې تامینوي.

د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر ضد د طالبانو بندیزونه په پراخه کچه د نړیوالو مخالفت سره مخ شوی او خبرداری ورکړل شوی، چې د دغو بندیزونو له نه لغوه کیدو سره به افغانستان سره کيدونکې بشري مرستې ودرول شي.

د طالبانو ځينو چارواکو او له هغې ډلې د دوی د لوړو زده کړو سخت دریځه وزیر ملا ندا محمد ندیم د ښځو زده کړې او کار د دوی « بې عزتي» او « د کفارو غوښتنه» ګڼلې او ورسره د مخالفت په دوام ېې ټینګار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب