یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان ۵ سوه افغان بندیان خوشې کړل

پاکستان ۵ سوه افغان بندیان خوشې کړل

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) په ‎پاکستان کې د ‎افغانستان د سفارت مسولین وايي چې د ۵۴ ښځو او ۹۷ ماشومانو په ګډون ۵۲۴ افغانان د دغه هېواد د ‎کراچۍ له بند خونو آزاد شول.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په پاکستان کې يوې باوري سرچينې تاند ته وويل، چې د يادو بنديانو يوې برخې یې د بند موده پوره کړې وه او د ځينو نورو ېې د بند موده لا له وخته پوره شوې وه.

مخکې د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د یادو بندیانو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې پاکستان ته راغلي او بندي شوي افغان پناه غوښتونکي په داسې حال کې په ناوړه زندانونو کې ساتل کیږي، چې د بند ټاکلې مودې یې پوره شوي دي.

د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د پاکستان له فساد او تاوريخوالي ډک چلند د افغانانو او نړيوالو بنسټونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب