دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهداعش بدخشان کې د وژل شوي ط-اب قومندان د وژلو مسووليت اخيستی

داعش بدخشان کې د وژل شوي ط-اب قومندان د وژلو مسووليت اخيستی

تاند:( سې شنبه، د جدي شپږمه) ‏د داعش ډلې خراسان څانګې په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندان عبدالحق ابو عمر د وژل کیدو مسوولیت پر غاړه اخیستی.

د نوموړي د وژل کیدو خبر پرون ورکړل شو.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د هغه د وژلو په تور ېې ۴ تنه نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې په نوم يوې جنګيدونکې ډلې د نوموړي قوماندان وژل کیدل د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو له امله بللي.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د موټر بم چاودنې له امله داعش ډلې د يوه ولايت په کچه د طالبانو د يوه مهم قوماندان د وژلو خبر ورکړی.

بدخشان د افغانستان په شمال کې له هغو ولايتونو څخه دی، چې د ډېرو افراطي مدرسو د موجودیت خبر پکی ورکړل شوی او ویل کېږي، چې حزب التحرير ډلې پکی په فکري لحاظ داعش ډلې ته ډېره زمينه سازي کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب