جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهيوناما په کابل کې د لویدیز د سفارتونو د پرانيستلو غوښتنه وکړه

يوناما په کابل کې د لویدیز د سفارتونو د پرانيستلو غوښتنه وکړه

تاند:( سې شنبه، د جدي شپږمه) ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي نمایندګۍ (يوناما) مرستيال مارکوس پوتزل له لویدیزو هېوادونو غوښتي، چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

نوموړي د جرمني يوې رسنۍ ته وويل، چې په کابل کې به د یادو سفارتونو پرانیستل د طالبانو د حاکمې ادارې د په رسميت پېژندلو په مانا نه وي.

پوتزل دغه راز وويل، چې په کابل کې د يادو سفارتونو له پرانیستل کیدو سره به اړوند هېوادونه له نیږدې څخه د افغانستان د وضعيت څېړلو په اړه ښو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځینه وو پر کار کولو د طالبانو له بندیز لګولو سره ګڼو نړيوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعاليتونه ودرول.

د طالبانو د ورځ تر بلې سخت دریځۍ سره هم مهاله، يو شمېر افغان سياسي فعالانو د يوناما د مرستيال دا غوښتنه حيرانوونکې ګڼلې او ويلي، چې طالبانو ته نور د فرصت ورکولو غوښتنه يا یې د اصلاح کیدو تمه بې ځايه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...